ويب ډيسک
د افغانستان د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیه رییس شاکرالله ساپی وایي، نن (یکشنبه مارچ ۹مه) له ماسپښین وروسته افغان سوداګرو او قومي مشرانو له پاکستاني سوداګرو او قبایلي مشرانو سره د تورخم لارې پر بيا پرانیستو ناسته کړې چې تر دې دمه يې پایله نه ده ورکړې.
شاکرالله ساپي ویلي، افغان سوداګرو ټینګار کړی چې پاکستانی لوری دې د تورخم لار ژر تر ژره د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې خلاصه کړي.
ښاغلي ساپي ویلي، دواړه لوري به د یو او بل غوښتنې له خپلو اړوندو مسوولینو سره شریکوي.
د افغان او پاکستاني سوداګرو او قومي مشرانو دا ناسته داسې مهال شوې چې پاکستاني لوري له تېرو ١٦ ورځو راهیسې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړلې ده.


