یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنينصيب تقدير يا مقدر

نصيب تقدير يا مقدر

لیکنه: ډاکټر محمد حنيف خليل

تقدير قراني اصطلاح ده چې ورسره د مقدر او نصيب اصطلاحات هم قران حکيم کښې راغلي دي ځکه د دغه اصطلاح مقصد او مفهوم همدغه قراني تناظر کښې کتل پکار دي.
دې لړ کښې د فلسفه جبر و قدر اصطلاح هم مخې ته راځي او په عمومي ډول دوه زاويو نه مفهوم اخستلی شي. يو دا چې دنيا کښې څه هم کيږي دا هر څه د خالق په خوښه کيږي دا هر څه مخکښې نه ليکلے شوي دي او انسان پکښې هيڅ بدلون نه شي کولی.
دغه د جبر تصور دی يعنې انسان مجبور دے او خالق جبر کوونکی يا اختيار ځان سره لرونکے دے، دويم تصور دا دے چې انسان مجبور نه دے بلکې دنيا کښې د هر قسمه عمل کولو اختيار لري، هر څه په خپله خوښه او اراده کولے شي او خالق پکښې هيڅ قسمه مداخلت نه کوي، دغه د اختيار تصور دے، په دې توګه بحثونه په دې کيږي چې جبر که اختيار؟
په قران حکيم کښې د ځنو ايتونو نه دا تاثر اخستلے شي چې ګنې هر څه خالق په خپله خوښه کوي او انسان پکښې کوم اختيار نه لري لکه؛ د سوره الحديد دوه ويشتم ايت کښې چې وييلے شوي دي چې: په زمکه او يا ستاسو په نفس کښې داسې يو مصيبت هم نشته چې هغه د پيدا کيدو نه مخکښې يو کتاب کښې ليکلے شوے نه وي.
يا د سوره اعراف اووه ويشتم ايت کښې راغلي دي چې: يو مصيبت هم داسې نشته چې د الله د حکم نه بغير راشي.
په دغسې ايتونو غور پکار دی چې مصيبت خو بې شکه د الله د طرف نه راځي خو کله ولې او په کومه وجه. دا خبره هم پخپله قران حکيم ښکاره کړې ده چې مصيبت د خالق له خوا او د خالق په حکم هم هله راځي چې انسان پخپله د خپل عمل او کسب په نتيجه کښې هغه حالات پيدا کړي، غور وکړئ، د سوره النسا نهه اويايم ايت کښې وييلی شوي دي چی: اے انسانه په تا چې کوم حسنات يعنې مهربانۍ راځي نو د الله د لوري وي او کوم مصيبت چې راځي نو ستا د خپل نفس نتيجه وي.
نو اوس د تقدير او مقدر نتيجه څه راوځي، همدا چې هر څه که د الله د لوري هم دي خو د انسان د خپل عمل په وجه دي او د الله د ټاکلي قانون تر مخه دي چې په دريو ايتونو کښې يې اسانه نتيجه تر لاسه کولے شو، يو دا چې؛
فالهمها فجورها و تقواها يعنې انسان ته د بدۍ او نيکۍ صلاحيت الهام کړی شو.
اوس دې نه پس مرحله د هدايت ده چې په دې ايت کښې ښکاره کړے شوې ده: فهدينه النجدين، يعنې انسان ته دوه لارې وښودلے شوې، بيا دې نه پس مرحله د انسان د خپل اختيار او ارادې ده چې وضاحت يې قران حکيم داسې کړے دے: و قل الحق من ربکم – فمن شا فليومن و من شا فليکفر، يعنې ووايه چې حق له خدايه راغلو، نو څوک چې غواړي منل دې وکړي او څوک چې غواړي انکار دې وکړي.
دغو ايتونو نه خو خبره جوته شوه چې د هر عمل اختيار هم انسان سره دے او د خپل هر عمل جواب به هم انسان ورکوي‌. دغه جواب اصل کښې انسان ته د ورکړے شوي اختيار او ازادۍ دے، ګويا انسان ازاد دے، اختيار او اراده لري او خالق د ده په يو عمل کښې هم نه مداخلت کوي او نه جبر.
نو بيا تقدير څه شے دے؟ يوه خبره خو دا ده چې تقدير په عربۍ کښې د مقدار ټاکلو په معنا دے او دا په عمومي ډول هغو مخلوقاتو د پاره راغلے دے چې اخټيار او اراده نه لري لکه کاڼي ونې بوټي زمکه ستوري سپوږمۍ نمر د کاينات پيدايش او ختميدل وغيره… او په انسانانو کښې هم د چا پيدا کيدل، وفات کيدل، څومره عمر لرل، څومره خوراک کول، څنګه رنګ لرل، څنګه شکل لرل، دا هر څه د کوم انساني عمل نيکۍ بدۍ يا اختيار او ارادې سره تعلق نه لري نو دغه هر څه هم د تقدير يا مقدر برخه ده، خو انسان به عمل څه کوي؟ لاره به کومه اختياروي انکار به کوي که منل به کوي؟ دا هر څه د انساني اختيار او ارادې سره تغلق لري نو دې کښې بياخالق هيڅ مداخلت نه کوي.
ځکه خو يې وخت په وخت پيغمبران راليږلي دي، وحي يې راليږلې ده، هدايات او قوانين يې راليږلي دي. که چرې هر څه او هر عمل د مخکښې نه ليک او مقرر وے نو بيا د دغه نبيانو او وحي به هم جواز او ضرورت نه وو پاتې او د هټلر غوندې د زرګونو انسانانو قاتل نه د پوښتنې او د سزا ورکولو جواز به هم نه وو پاتې.
اوس نتيجه دا شوه چې چرته اختيار او اراده ده نو انسان ازاد دے مجبور نه دے، او چرته چې اختيار او اراده نشته نو مقدار مقدر او تقدير خالق ځان سره ساتلے دے، او پکار هم داسې وه. انسان نه به پوښتنه د کاينات او نمر سپوږمۍ نه کيږي بلکې د هغه د عمل به کيږي ځکه چې د همدغه عمل د پاره ورته اختيار او ازادي ورکړی شوې ده.
همدغه ازادۍ کښې ازميښت او امتحان دے او همدغه امتحان کښې کوم تقدير او د وړاندې نه ليک او فيصله نشته. البته دا ضرور شته چې د حضرت ادم نه تر قيامته انسانان به چې په خپله خوښه څنګه څنګه عملونه کوي او د هغې نتيجه به څه وي، دا هر څه د مخکښې نه د خداې په علم کښې دي، خو مداخلت پکښې بيا هم نه کوي.
ورسر بايد دا هم زياته کړم چې د مطلق جبر او ليکلي تقدير دغه تصورات او تشريحات د بنو اميه د واکمنۍ نه پس واکمنانو د خپل تحفظ د پاره عام کړي وو چې واکمن که زور زياتے هم کوي نو دا خالق ليکلي دي اولس دې د هغو خلاف اواز نه پورته کوي او بيا زمونږ ډير شاعران هم لکه د مير تقي مير په دغو فلسفو پسې لاړل چې:
ناحق ہم مجبوروں پر يہ تھمت ہے مختاری کا
جو چاہے سو آپ کرے ہم کو عبث بدنام کيــــا

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه