دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی

افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی

ويب ډيسک

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې نن د (فبروري ۹مه) په ۲۵ ولایتونو کې د واورې، باران او تیزو بادونو اټکل کړی دی. یادې ادارې دغه ولایتونه هرات، فراه، نیمرو، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، دایکندي، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بامیان، میدان وردګ، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، جوزجان، بلخ، پروان، بغلان او پنجشېر یاد کړي دي.

 

په ځینو سیمو کې د باران کچه د ۱۵ څخه تر ۳۵ ملي میتره او د واورې کچه بیا د ۱۰ څخه تر ۴۰ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده. د هوا پېژندنې ادارې دغه راز د سالنګونو په ګډون د هیواد په لویدیځو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د قوي بادونو تمه اټکل هم کړی، چې سرعت به یې په ځینو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه