یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامريکا له ازبکستان څخه د افغانستان د پوځ اوه چورلکې انتقال کړي...

امريکا له ازبکستان څخه د افغانستان د پوځ اوه چورلکې انتقال کړي دي

ويب ډيسک

د امریکا متحده ایالاتونو یوې سرچینې تائید کړه، چې له ازبکستان څخه یې د افغانستان د پوځ اوه چورلکې انتقال کړي دي.

 

دغه اوه بلک هاک چورلکې په ۲۰۲۱ کال کې کابل ته د طالبانو له راتګ سره سم پخوانیو نظامیانو ازبکستان ته ولیږدولې، چې ازبکستان بیا امریکا ته سپارلي دي.

 

تر دې وړاندې د ازبکستان یوې رسنۍ د امریکا د دفاع وزارت پر اساس ویلي وو چې د افغانستان د جمهوري نظام اووه بلک هاک هیلکوپټرې امریکا ته انتقال شوي دي.

 

طالبانو په وار وار افغانستان ته د دغو څرخکو د بېرته سپارلو غوښتنه کړې ده.

 

په تاشکند کې د امریکا د سفارت یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې :«موږ دا اووه هلیکوپټرې ترلاسه کړې دي.»

 

د راپورونو په اساس د ۲۰۲۱ کال په اګست کې افغان پیلوټانو ۴۵ الوتکې او څرخکې ازبکستان ته یووړې.

 

امریکا ته د اوو هیليکوپټرو د سپارلو په تړاو ازبکستاني او طالب چارواکو تر دې دمه څه نه دي ویلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه