دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهترکیه وايي چې د افغان کډوالو د ورتګ مخه یې نیولې ده.

ترکیه وايي چې د افغان کډوالو د ورتګ مخه یې نیولې ده.

ويب ډیسک

د ترکیې په حکومت کې چارواکي وايي، هغه هېواد چې د کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره یې سرحدي اقدامات عملي شوي او د افغان کډوالو د ورتګ مخه یې نیولې ده.

د سه شنبې په ورځ د ډېسمبر ۷مه د ترکیې سرحدي وزیر محمد امین بلمز د غیرقانوني کډوالۍ پر وړاندې د همغږۍ غونډه کې وویل چې د هېواد امنیتي بنسټونه، په ځانګړي ډول سرحدي قطعات او د مهاجرتیو وزارت سره د همغږۍ غونډه کوي. د انسان د قاچاق په قضیه کې د هیواد د ناندریو په برخه کې بریالي شوي او ناقانونه کډوال د راتلو مخه نیول شوې.

هغه زیاته کړه، سره له دې چې ترکیه پر افغانستان د طالبانو له قبضه وروسته د پناه غوښتونکو له څپې سره مخ وه، خو د دغه هېواد د سرحدي اقداماتو لامل شو چې کډوال په اسانۍ سره له پولې وا نه ځي.

بیلمز وویل: «وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان قبضه وکړه، د کډوالۍ څپه تمه وه.»
هغه په دې اړه زیاته کړه «سخته اندېښنه وه چې د ایران له لارې به دا کډوالي د وان په لور وشي. خو دلته د تېرېدو امکان نه و او د مهاجرت هغه ستره څپه چې تمه کېده ونشوه.»

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه