دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبان: لنډمهالی حکومت به د هېواد دايمي سوله، سمسورتيا او پرمختګ تضمين...

طالبان: لنډمهالی حکومت به د هېواد دايمي سوله، سمسورتيا او پرمختګ تضمين کړي

ویب ډیسک

طالبانو د سپتمبر په ۷مه نېټه د لنډمهالي حکومت تر اعلانولو وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې لنډمهالی حکومت به د افغانستان دايمي سوله، سمسورتيا او پرمختګ تضمين کړي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل، چې د طالبانو رهبر هيبت الله اخونزاده به د افغانستان امير مشر وي.

 

په اعلاميه کې راغلي، د لنډمهالي حکومت غړي به د اسلامي دين تر اصولو لاندې د هېواد د ګټو، سرحدي امنيت او دايمي سولې، سمسورتيا او پرمختګ د ساتلو لپاره کوښښونه وکړي.

افغانستان غواړي د متقابل درناوي پر بنسټ د ګاونډيو هېوادونو په شمول له بېلا بېلو هېوادونو سره سالمې او ثابتې اړيکې ټينګې کړي، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو امنيت ته ګواښ پېښ کړي. نوی حکومت به د ډيپلوماتيکو پلاويو، بشردوستانه سازمانونو او بهرنيو پانګوالو امنيت وساتي.

په اعلاميه کې زیاته شوې چې د افغانستان نوی حکومت د جګړه ځپلي افغانستان د بيارغونې لپاره د خلکو ملاتړ ته اړتيا لري، افغانان بايد د اسلامي دین اصول مراعات کړي او حکومت به د خلکو بشري حقونه وساتي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه