ويب ډیسک
د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو اقتصادي کمېسیون بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې د کابل د هوايي ډګر د چارو سمبالونې لپاره د قطر بهرنیو چارو وزارت ته نېټه وټاکي.
ترکیې او قطر د دغه هوايي ډګر د بیا پرانیستلو لپاره له طالبانو سره مرسته کړې او په تخنیکي، مالي او امنیتي برخو کې د همکارۍ لپاره د دغو دواړو هېوادو او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي.
دوې ورځې وړاندې بي بي سي یوه داسې ویډيو خپره کړه چې پکې قطري نظامیان په کابل هوايي ډګر کې په نظامي تمریناتو بوخت لیدل کېږي.
د افغانستان په ملکي هوايي چلند اداره کې یوه لوړ پوړي چارواکي بي بي سي ته ویلي، دغه قطري ځواکونه له تېرو پینځو میاشتو راهیسې په کابل هوايي ډګر کې مېشت دي او مسولیت یې د قطر د هغو تخنیکي کسانو د امنیت ساتل دي چې د هوايي ډګر په مدیریت کې مرسته کوي.
د دې سرچینې په خبره، د تېر پرتله د دغو ځواکونو شمېر اوس ډېر کم شوی چې څه کم پنځوسو ته رسېږي.


