ليک :روزي خان ايــثار
په عام اصطلاح کشې يورو سڼټريزم هغه نظر دی چي د مغرب لوړ والی تر نوره ټوله نړۍ ښکاره کوي
د يورپ د جغرافيې ، سياست ، کلتور، معشي نظام او ټولنيز اخلاقياتو، په تنازر کشې د ټولي نړۍ معشي، سياسي، ثقافتي ادبي کړنو او جديديت ته کتل او دهغه د ښه او بد فيصله کول په عام اصلا کشې يورو سنټريسزم ګڼل کيږي.
خپل کلچر منطقي، سائنسي، جديد او ښه ګڼل د دوي مقصد دی او دوي غواړي چي دکلچرل، پوليټکل، ايکونومکل او سوشل هېجمنۍ تر پڅول لاندي دا واضع کړي چي
نړيوال بايد څنګه لباس وکړي ، څنګه معشي نظام ولري ، څنګه خوراک وکړي ، اخلاقيات يې بايد څنګه وي ، بايد کم علم او څنګه علم حاصل کړي او بايد سوچ او فکر څنګه وکړي
پر کمو موضوعاتو وژغيږي ، ادب په کمه پيرايه کشې وليکي ، ښه څه دي بد څه دي
دوي بايد خپل فولکلو څنګه بدل کړي ، کم څه رجعت راوړونکي دي او کم څه مترقي او جديد دي
دغه ټولو ته بايد د يورپ په نظر کشې و کتل کيږي او دغه عمل چي څوني خطرناک دی؟ نو چي څوک اول په دې پو شي نو به ورته څرګند شي
دغه عمل له کمو زاويو او کمو لارو د نړۍ پر محکومو قامونو اثر کولای شي؟ چي هغه لاري مونږ وپېژنو نو به ځان ځيني وژغورو
دا چي دا عمل هم له سياست، ادب ، ثقافت ، سماجي ارځښتونو ، ځايي معشيت سره تړلی دی نو د دې مخ نيوای به هم د دې شيونو په مضبوط والي سره کيدای شي
يورپ يا نړيوال سر مايداريت خوښونکي فکرونو غواړي ټوله نړۍ او په خاصه توګه محکوم قامونه دخپل فکر پر زاويه و ناڅوي او د هغوي تهزبي تشخص ور مسخ کړي او دغه محکوم قامونه دخپلو معشي ګټو له پاره په عالمي مارکېټ کشې دځان سودا ګر جوړ کړي نو د هغه له پاره دوي د مختلفو وسيلو په سبب دغه کار ښه په چټکتيا سره پر مخ وړي
د دې نظريې شاته د دوي بنيادي مقصد د سرمايداريت دنظريې او مارکيټ پر چار دی او ورسره يې نور هم بلها مقاصد دي ، دوي غواړي چي پر ټوله درېمه نړۍ کشې د
Hegemony of Europe in socioeconomic,socioscientific,cultural ,ecological ,literature and way of thinking and writing
د دغې نظريې له هر اړخيزه جاج اخيستلو ورستو دا ځرګند کيدای شي چي
دوي و دنيا ته دنيا ور کړې ده او دوي فيصله کوي چي څنګه به دنيا چليږي ،
دوي به و ټوله دنيا ته په خپلو عاينکو کشې ګوري چي ورته هم دغه مفکوره يعني Ethnocentrism وايې
دغه واک او حق دوي ته استعماريت يعني Empearialism او نو اباديت يعني colonialism ورکړی دی ، چي اوس دوي د نوي کالونيلزم په شکل کشې د ګلوبلايزېشن له لاري ټوله نړۍ يويې فکري لاري ته وړي چي په هغه کشې به دوي Cultural diversity کلتوري تغيرات ختم کوي او هر څه به دوي تر خپل تسلط لاندي ساتي
دوي په نقشه کشې خپله ملکي جغرافيه او دهغې چاپير يال ډېر ښه منظم او ښه اثر کونکی پېښ کړی دی
دوي خپل موسمونه ښه رنګين او خپله جغرافيه تر ټولو ښه ، له مرضونو خلاصه او هر رنګه مېوه کونکي پېښ کړېده.
د دوي مځکه ، غرونه ، سمندرونه ، زراعت ، ځنګلات معنا هرڅه تر نوره نړۍ ښه دي
دوي هڅه کړېده چي تاريخ داسي وليکي چي يورپ په کشې ښه جديد ثابت کړي او تېر تاريخ داسي هم دوباره داسي وليکي چي دوي پکشې تهزيب لرونکي خلګ ثابت شي.
که څه هم له Greece Empire ګريکه تر Roman Empire رومنه او بيا تر رائنسانس پوري او بيا تر امريکي انقلاب او فرانسوي انقلاب بيا تر اوسني جديد نظامه پوري د دوي کردار شته خو داسي هم نه ده چي يوازي دوي ؤ، او مونږ هيڅ نه ؤ
که څه هم دغه موضوع يو عالمي او پراخه موضوع ده خو ز به پکي دخپل قام د يو ماشوم ليکوال په هېث صرف دخپل پښتون قام خبره کوم.
بد بختي دا ؤ چي دوي تاريخ وليکي او زمونږ يا خو د ليکلو څوک نه ؤ يا مونږ دخپل تهذيب په پړاونو کشې دخپلي جغرافيې دتنوع مطابق نه بلکه زمونږ پر قامي نفسياتو هم پريدای اثر وشو ځکه خو له مونږ ځخه خپل تاريخ ، د تاريخ پر مخ وړنه او د تاريخ ليکل هېر شول که نيم
در وېش درانای صاب وايي
اوس راته مه ګوره چي نه لرم ډيوه په کور کشې
ما کړي يو زای د سپوږمۍ پر ځنګانه خوبونه
دا چي زمونږ پر قامي نفسياتو، فنون لطيفه، ادب، ارکټيکچر، فولکلور ، زبه ، سماجي ژوند او سياست د دغې نظريې او يا د دې په شکل د Religious Empearialism کم اثرات شوي دي پر هغه زما يو دوه وړکي ليکچرز هم شته خو مخ ته به ليکل هم پر کوم ، خو دلته به زه فقت يوازي د دې مفکورې لږ وضاحت وکړم.
دا چي دوي پر مونږ څنګه مسلط شول د دې به بلها عوامل وي خو يو پکي دا هم دی چي دوي وايي چي مونږ چي کم څه هم ليکو ، تخليق کوو يا څه هم دريافت کوو دا د ټولي نړۍ له پاره دي معنا د universalism نظريې هم دوي پر نوره نړۍ غالبه کړل.
له دغې لاري دوي هم په نېچرل او هم په سوشل ساېنس کشې خپل اوصولونه جوړ کړل ، معنا چي دوي کم څه ليکي يا يې وايي هم هغه ريښتا دي اوس خو تر دې حده دخلګو پر رويو اثر شوی دی چي د دوي عام خو يونه خلګو د طيب د اوصولو په معنا اخيستي دي.
اوس مونږ د ژوند په هره چاره کشې و هر څه د دوي دټاکلي اوصول په مد کشې د ښه او بد په نظر ګورو ، معنا جمهوريت څه دی ، ريښتا څه دي ، آزادي څه ده ، د ښځي حق څه دی ، سياست څه دی، مزهب څه دی او کمه معنا لري ، برابري څه ده ، طبقات څه دي ، معنا د ژوند پر هر څه باندي د دوي رايه غالبه ده
دوي هڅه کوي چي خپل وطن هم د تهزيبونو ځانګو ثابته کړي او هم يې د نوګي نړۍ جديد پلار ثابت کړي.
دوي غواړي چي له هري لاري خپل هر څه پر مونږ مسلط کړي او زمونږ هر څه را ځخه ورک کړي ، د دې خبرو ثبوتونه دتاريخ په مرحلو کشې شته د مثال په توګه د ميکاولې خيالات د هندوستان د تهزيبي کتابونو په حواله وګورئ.
زمونږ دثقافتونو د غير تهزيبي او بې سوده ، بې معياره ، پسمانده ثا بتولو له پاره دوي د orientalism طريقه اختيار کړله چي زمونږ ادب، ثقافت، فولکلور، تهزيبي ريوايات يې ډېر بې معياره ثابت کړل ، دغه لوبه دوي دکالونيل په دور کشې له ټولو محکومو علاقو او قامونو سره وکړله ، دوي پردې دخپل ادبياتو له لاري هم کار وکړ چي دمثال په توګه يې تاسو Heart of Darkness ، ناول چي جوزيف کانراډ ليکلی دی او داسي نور هم بلها ليکلي اثار شته چي دوي د نوري نړۍ و قامونو ته په کم نظر ګوري.
زمونږ د کلتور ، ژبي او ثقافت د پسمانده ثابتولو له پاره دوي دتاريخ ارتقايي دور هم دخپل فکر پيدا کرده و ګرزولي معنا دوي modernization جديديت او هغه نظريه يوازي ديورپ پيدا کرده حسابوي هلانکه کارل مارکس په خپله له ډيري علمي څېړني ورسته چي ديورپ کمه تاريخي تجزيه کړيده او چي په کمو طبقاتو کشې يې يورپ يا ټوله نړۍ وېشلې ده نو په هغه کشې د ټولي نړۍ د انسانانو شريکه تهزبي برخه ده ، معنا هغه د انساني ارتقا ادوار داسي بيان کړي دي چي او د
Slave and Master ,
Lord and peasant
او بيا ورسته د
proletariat And bourgeois
او بيا د سوشلزم او کميونزم دور هم پدغه ټول دور کشې ټوله نړۍ او د هغو تهزيبونه شتون لري خو بد بختانه دوي خپل پسمانده دور ته هيڅ کتنه نه کوي
روشن فکري خپل پيداوار ګڼي او رحعت مونږ ته را پوري باسي ، که يو طرف ته کلاسيکل پاته کيدل په خپله يو تهزيبي عمل دی خو دوي مونږ غواړي چي مونږ هر هغه څه وکړو کم څه دوي غواړي ، په انساني تهزيب کشې چي څوني دوي کردار لري هم هغو مره يې مونږ لرو.
چيرته چي د ټولي نړۍ دتهزيبونو کيسه کيږي نو په هغه وخت کشې مونږ دلته هم Indus valley civilization
درلود او بيا ګندهارا تهزيب ؤ ، ټيکسله يونيورسټۍ وه ، د بودها فکرونه ول ، د زرتښت فطري مزهبي رويه او اور فرستي،
ريګ ويد ؤ ، اويستا ؤ ،
نو جديديت يوازي د يوه طرف او يوې جغرافيې او يوه سوچ پيدا کرده نظريه نه ده بلکه هره ټولنه، قام خپل تهزيبي ارتقا لري او خپل جديد تصور لری
دخپل تقافت په رڼا کشې به پر هغه عمل کوي او پر هغه لاره پر مخ تګ کوي ، دا اوس پر مخ روان بې مهاره يورپ به په لنډ وخت کشې بيرته پر شا را ګرځي.
که څه هم دا حقيقت دی چي په تهزبي ادوارو کشې په ډېرو شيانو کشې د دوي فکري ، مادي او عملي کردار شته خو د دې شاته يوازي وجه دا هم نه ده چي دوي دغه ټول کار په خپل تخليقي صلاحيت سره وکړ بلکه دوي په ډېرو وختونو کشې له زور او انساني استحصال ځخه ګټه تر لاسه کړله
که لږ نورو نړيوالو قامونو لږ پر خپل کلتور، تهزيب او ځايي معشيت توجه ورکړله بيا ګوره دغه مست جديد يورپ به زمونږ غوندي ژوند کولو ته رازي
د دريمي نړۍ دخلګو په دماغو کشې بايد دغه سوال وي چي هغه کم وجوهات دي چي يورپ يې تر دې معياره ورساؤ؟.
له تيرو شپږو سوو کلونو ځخه دوي د دنړۍ پدې نوي شکل کشې بنيادي برخه لري
د دې شاته مهم اول کار چي دوي وکړی هغه د دوي دوباره ژوندي کېدل چي د Renaissance په شکل کشې دوي خپل قومي ويد شوی روح بيرته را ژوندای کړو.
پدې کشې دوي اول خپل تهزيبي خويونه ، اولسي ټولنيز ارځښتونه ، اثاتير، فنون لطيفه، مجسمه سازي او ادبيات له سره ولوستل او د هغه په مد کشې يې مزهب او نور ټولنيز ژوند ځله بېل کړل،
دا چي تر يورپه عېسوي مزهب څنګه ولاړو او بيا دوي ورسره کمه لوبه وکړله دا بېل سوال دی
تر دې ورسته يې د اصلاح Reformation په صورت کشې پر نويو نظرياتو کار پيل کړ چي د روشن خيالۍ Enlightenment په مد کشې دوي هلته هره موضوع وڅېړله ، پوهان، اديبان ، ليکوالان ، شاعران ، موسيقاران ، مجسمه جوړونکي او سائنسدانان يې پيدا کړل چي له کبله يې هلته industrial revolution راغلو
نو دوي ته د مځکي او خام موادو اړتيا پېښه شوله د هغه له پاره دوي د دنړۍ دنورو قامونو د مځکو دکتلو له پاره و وتل چي ورته
Age of exploration
وايي ، چي تر امريکې ، افريکې او برصغيره راغلو ، پدغه عمل کشې له دوي سره د واسکو ډېګاما ، کولمبس او ابني بطوطا په څېر مشهور تلاش کونکي ايکسپلوررز ول
Vasco Degama
Columbus
Abn Battuta
لدې ورسته دوي د استعماريت Empearialism ټکی په عملي توګه د Colonialism نو اباديت په صورت کشې عملي کړ او بيا يې تقربنً ټوله نړۍ تر درې نيم سوه کاله زياته ولوټله.
دتاريخ بعضي مرحلې ډيري باريکياني لري په هغه د سر خلاصولو له پاره د تاريخ ډېره باريکه او زوره مطالعه لازمي ده هغه ځکه چي اول خو ټول کالونېل دور په يوه وار ندی شروع شوی چي کله امريکه کالوني وه نو مونږ د برطانيې له تسلط ځخه آزاد ؤ ، هغه وخت په پوره بر صغير کشې د پښتنو واک تير شوی ؤ خو د افغانستان جغرافيه محفوظه وله خو چي کله امريکه خپلواکه شوله نو بيا تر مونږه دغه کيسه را وغزيدله هم دغه سي افريکه، چينا او جاپان هم قبظه شو
دا چي دوي د علاقايي خلګو د لوټلو له پاره خپلې هربې استعمال کړې چي پکي تر ټولو زياته مشهوره نظريه د Divide and Rule غه وله
له هغه ورسته يې له ډېرو ظلمونو ورسته Anti colonial ضد استعماري سياسي تحريکونه نيمای دوي په خپله جوړ کړل او نيمای يې بيا خرابول چي تر څو دوي خپلي کالونيالي بيرته پرېښودلې
نو ځينې ملکونه دوي د خپل را روان New world order له پاره داسي جوړي کړلې چي تر آخره بې معشي او سياسي نظام د دوي په لاس کشې وي او دوي به ورباندي د نيو کالونايزېشن Neo colonization
په صورت کشې خپله indirect ruling بلواسطه حکمراني کوي
تر ټولو زيات ظلم دوي په خپله دا وکړي چي خپل دننه ملکونو يې دقامونو او زبو پر بنياد جوړ کړل خو په نوره نړۍ کشې د ډېرو قامونو مغرافيې ډيري بې بنياده اقسيم کړلې او غوښتل يې چي هغه ملکونه تر ابده دوي معشي او سياسي اړتيا وي ولري
د هغه له پاره دوي ورته UNO WTO ,WHO ، IMF ,World BANK او داسي نور بلها هغه سي ځايونه او ادارې جوړي کړلې چي نوي آزاد شوي ملکونه پکشې شکېل وساتي


