یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونها،ا،ا ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره ۱۵میلیونه افغانۍ مرسته اعلان...

ا،ا،ا ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره ۱۵میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړه.

ويب ډیسک

د بهرنیو چارو وزارت نن سه‌شنبه د سلواغې ۱۸مه د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره ۱۵میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړه.

د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې اسلامي امارت ترکیه کې زلزله ځپلو سره لس میلیونه او د سوریې له زلزله ځپلو سره پنځه میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړې ده.

دغه وزارت همداراز ویلي چې دوی چمتو دي، څو ترکیې او سوریې ته خپل روغتیايي ټیمونه ولېږدوي او زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په ترکیه کې خپل ډيپلوماټیک ماموریت ته لارښوونه کړې چې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي او دغه هېواد کې له مېشتو افغانانو یې هم غوښتي چې زلزله ځپلو څخه خپلې مرستې ونه سپموي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه