ويب ډیسک
د افغانستان د خلکو له مشروع حق څخه انکار او د فشار په توګه کارول ګټه نه کوي او هېڅ ډول قانوني بنياد نه لري.
بهرنیو چارو وزارت وايي؛ د افغانستان نوی حکومت د يوه مسوول نظام او پر ټول قلمرو د واکمن حکومت په توګه، چې خپلو خلکو ته يې ډاډمن امنيت چمتو کړی، مشروع حق لري، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د خلکو استازيتوب وکړي.
یاد وزارت زیاتوي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د داسې چا په لاس کې پاتې کېدل، چې مرکز سره هېڅ ډول کاري تړاو نه لري او د هېواد د قلمرو په هېڅ برخه حاکميت هم نه لري، د افغانستان د خلکو پر مشروع حق سترګې پټول دي.


