یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان له خوا پر افغان محصولات تعرفې زياتي شوي

پاکستان له خوا پر افغان محصولات تعرفې زياتي شوي

ويب ډيسک

څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې له دې وروسته به د افغانستان پر تازه مېوې تعرفې دوه برابره لوړې کړي. ورسره جوخت د افغانستان د سوداګرۍ خونې خبر ورکړ چې د پاکستان له خوا د افغانستان پر تازه مېوې ۱۰ برابره تعرفې لوړې کړي دي.

د کندهار په سوداګرۍ خونې کې یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې وويل چې د دغې خونې د مشر په ګډون ګڼ شمېر سوداګرو خپلې ستونزې په دغه ولایت کې د پاکستان له قونسلګرۍ سره د يوې ناستي پرمهال شريکي کړې او ترې غوښتنه یې وکړه چې دې ستونزې ته دې جدي پاملرنه وشي؛ خو په وينا يې، د پاکستان د قونسلګرۍ له خوا ورته ويل شوي چې د پاکستان حکومت دا پرېکړه د دغه هېواد د اقتصادي وضعيت د خرابېدو له کبله کړې او دوی یې د لېرې کېدو صلاحیت نه لري.

دافغانستان ډېر توکي د پاکستان له لارې نورو بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي او د افغانستان د تازه مېوې مارکېټ ډيره برخه په دغه هېواد کې ده. د کندهار د سوداګرۍ په خونه کې يوه سرچينه وايي چې سږکال د نورو کلونو په څېر د پاکستان له خوا پر افغان محصولات تعرفې زياتي شوي؛ خو زیاتوي چې سږکال دا تعرفې دومره لوړې شوي چې په تېرو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه