یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهمېرمنيد میدان وردګو ښځې وايي وړونه یې د میراث حق نه ورکوي.

د میدان وردګو ښځې وايي وړونه یې د میراث حق نه ورکوي.

د میدان وردګ یو شمېر ښځینه اوسېدونکې چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي وايي، ورونه یې د میراث حق نه ورکوي.

شيرین ګله چې د میدان وردګو ولایت اوسېدونکې ده وايي، له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.

دا وايي، له تېر یوه کال راهیسې د خپلو ورونو سره په دعوه بوخته ده، څو د پلار څخه په ور پاتې میراث کې خپله برخه ورڅخه واخلي خو وايي، هغوی د دې حق نه ورکوي.

شيرين ګله وايي: “زه د میراث حق غواړم خو وروڼه مې د میراث حق نه راکوي، زه ورته اړتیا لرم چې باید د وروڼو څخه خپل د میراث حق واخلم. وروڼه مې اوس خبرې نه راسره کوي اوحق مې نه راکوي. دا یو کال کېږي چې جنګ او دعوه راسره کوي او خپل د میراث حق نه راکوي، نه کور ته راځي او نه زه کور ته ورځم، مشکل دا دی چې زما اقتصادي وضعیت ښه نه‌دی.”

شیرین ګلې ازادي راډيوته دا ونه ویل چې، دعوه په عدلي او قضايي اورګانو کې روانه ده او که د دوی تر منځ شخصي روانه ده.

مریم چې مېړه یې د تېرې ۲۰ کلنې جګړې پر مهال وژل شوی دی، اوس د خپل کور سرپرسته ده.

هغه وايي، ورونه يي د خور په سترګه نه ورته ګوري او نه هم د پلار په میراث کې د دې برخه ورکوي.

نوموړې وايي: “تاسي وګورئ زه په‌دې بې‌وزلۍ کې ژوند کووم، کور مې نړېدلی دی، زما دوه وروڼه مړه شول خو مشر ورور مې بیخي ماته د خور په نظر نه ګوري، چې دا زما خور ده او که نه، دوکانونه، مځکې او هرڅه يې ګرځولي دي، زما سره چې بل څوک مرسته کوي زما ورور ته قهر ورځي، زه چې کله پاکې جامې واغوندم هغه ته ښه خوند نه ورکوي.”

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د خپل حکومت په لومړیو ورځو کې ویلي و، چې هيڅوک ښځې د میراث له حقه نه‌شي محرومولای، خو افغان مېرمنې نه یوازي د میراث له حقه د محرومېدو خبره کوي، بلکې یو شمېر ښځي شکایت کوي چې که له ورونو د میراث حق وغواړي، پلارګنۍ يې اړیکې ورسره ختموي، نو دوی که څه هم اړې وي خو تر میراث له پلارګنۍ سره تګ راتګ غوره ګڼي.

يو شمېر خلک وايي، په ټولنه کې د ناوړه دودونه او ناپوهي د دې لامل کېږي چې خلک له خویندو سره بېل چلند کوي او د هغوی پر حق سترګې پټوي.

د میدان وردګ پوهنتون، د شرعیاتو پوهنځي محصل نذیر احمد وايي: “په ټولنه کې د خلکو د علمیت د سطحې ټیټوالی دی، فرهنګي مسایل دي، که په یوه سیمه یا یوه کورنۍ کې چا خپلې لور یا خور ته حق نه وي ورکړی، نو بل کس يې هم نه ورکوي او هغه کس ته ګوري او خپلې خور او لور ته د میراث حق نه ورکوي.”

د اسلام له نظره ښځو ته د میراث د حق په اړه څه ویل شوي؟

دیني عالم او د میدان وردګو ولایت د لوی جامع جومات پخوانی امام وزیر محمد حسين وايي، په اسلام کې د ښځو پر ميراث ډېر ټينګار شوی دی.

هغه وايي، دا چې زموږ په ټولنه کې ښځو ته دا حق نه ورکول کېږي، لامل يې له اسلامه د خلكو بې‌خبري او د ټولنې ناوړه دودونه دي.

نوموړی وايي: “اسلامي شريعت لکه څنګه چې نارینه‌و ته حق د میراث ورکړی دی، همداسې يې ښځو ته هم حق د میراث ورکړی دی، یوه ښځه په هغه میراث کې حق لري چې د مور او پلار څخه ورته پاتې وي، د میراث په حق کې یو ورور او دوې خوندې سره مساوي دي، که چېرې د یوې ښځې خاوند مړ شي او ماشومان ونه‌لري نو ښځې ته څلورمه برخه ورکول کېږي، که چېرې ماشومان ولري نو بیا ښځې ته اتمه برخه ورکول کېږي.”

د ښاغلي حسين په وینا، يو له هغو لاملونو څخه چې نارينه ښځو ته د ميراث د حق له وركولو انكار كوي او يا هم د دې حق د وركولو په وخت تاوتريخوالی رامنځته كېږي، له اسلامي قوانينو څخه د خلكو او په ځانګړې توګه د ښځو بې‌خبري ده.

ځكه هغوى فكر كوي چې د ميراث په وېشلو كې هر څه چې د هغوى ورور او پلار وايي، سم دي، په همدې خاطر ډېر ځله ښځې د ټولنيزو تعصبونو له کبله د ميراث له حق څخه بې‌برخې پاتې كېږي او يا هم ډېره كمه برخه ورته رسیږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه