دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا غواړی چې د افغان د سولې په تړاؤ چین، پاکستان، ایران...

امریکا غواړی چې د افغان د سولې په تړاؤ چین، پاکستان، ایران او د هند ناسته رابولی

ویب ډیسک
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن ولسمشر غني ته په استول شوي لیک کې د افغان سولې په تړاو د خلیلزاد له لوري د وړاندې شوې طرحې پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې واشنګټن له ملګرو ملتونو غواړي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او دغه راز د روسیې، چین، پاکستان، ایران او هند د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه یوه ناسته راوبولي او د افغان سولې لپاره پر یو جامع او واحده کړنلاره خبرې اترې وکړي.

بلنکن دغه راز د ترکیې په کوربه‌توب هم د جمهوریت او طالب پلاوي د یوې ناستې خبره کړې او ویلي یې دي چې په دې ناسته کې به دواړه لوري د سولې پر یوې نهایي نسخې توافق سره وکړي. بلنکن دغه راز ویلي چې ده په همدې تړاو د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ته هم لیک استولی دی.

هغه خبرداری ورکړی دی چې د افغان رهبرانو بې اتفاقي به د نویمې لسیزې د تکرار باعث وګرځي نو په کار ده چې افغان رهبران سره راټول او په ګډو هڅو افغانستان تلپاتې سولې ته ورسوي. په لیک کې دغه راز ولسمشر غني ته ویل شوي چې له عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او استاد سیاف سره په ګډه کار د جمهوریت د دریځ د پیاوړتیا باعث کېږي نو ښه به وي چې په ګډه کار وکړل شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه