ویب ډیسک
ولسمشر غني وایي، د سولې لپاره هرې فداکارۍ ته چمتو دی،خو سیاسي قدرت به یوازې د انتخاباتو له لارې انتقالیږي.
ولسمشر غني چې د ملي شورا د اوولسمې دورې دریم تقنیني کال د پرانستنې مراسمو ته یې وینا کوله وویل، د سیاسي قدرت د انتقال یوازینۍ لار ټاکنې دي او که اړتیا وي،نو د ټاکنو د ترسره کېدو پرنېټه هم بحث کیدای شي.
اشرف غني وایی،هر بنسټ کولای شی،چې د کاغذ پرمخ یوه طرح وړاندې کړی، خو په وینایې د افغانستان ملي وثیقه اساسي قانون دی او له دې پرته بله هره طرح باطله ده.
نوموړی وایي،هیڅوک هم نشي کولای، چې د افغانستان د برخلیک په اړه د هغوی له مشورې پرته تصمیم ونیسي او په هره پریکړه کې باید افغان دولت سهیم وي.
سیاسي قدرت به یوازې د انتخاباتو له لارې انتقالیږي.
اړه لرونکي ليکني


