تورخم بازار یو ځل بیا د سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شو

0
72

راپور: داود جبارخیل

تورخم بازار، چې د وروستیو نښتو او د اورلګېدنې له امله د څو ورځو لپاره تړل شوی و، یو ځل بیا د سوداګرو او پېرېدونکو پر مخ پرانیستل شو او خپل عادي سوداګریز فعالیتونه یې بېرته پیل کړل.

د بازار هټیوال وايي، د بازار له بیا پرانیستل کېدو سره د سوداګرۍ چارې عادي حالت ته راګرځېدلې دي او د خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو پېر او پلور په منظم ډول روان دی. د دوی په خبره، د بازار تړل کېدو له امله سوداګرو ته د پام وړ مالي زیانونه اوښتي وو، خو اوس هیله لري چې د فعالیتونو له بیا پیل سره به دغه زیانونه ورو ورو جبران شي.

بلخوا د تورخم ښاروال ویلي، ښاروالۍ ژمنه ده چې د بازار د لا منظمولو، د پاکوالي، امنیتي همغږۍ او د سوداګرو لپاره د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې به هر اړخیزې همکارۍ ته دوام ورکړي. نوموړي له سوداګرو وغوښتل چې د بازار د نظم او پاکوالي په ساتلو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

د یادونې ده چې تورخم بازار د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ له مهمو بازارونو څخه ګڼل کېږي او هره ورځ پکې سلګونه سوداګر او پېرېدونکي راټولېږي. د بازار بیا پرانیستل به د دواړو غاړو د سوداګریزو فعالیتونو په پیاوړتیا او د سیمې د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.