د امریکا د استازو جرګې یوه غړي او د بهرنیو پوځي پلورونو د کاري ډلې غړي ویلي، هغه امریکايي پوځي تجهیزات چې د ۲۰۲۱ کال د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته په افغانستان کې پاتې شول، د سیمې پر امنیتي وضعیت او په ځانګړي ډول د پاکستان پر ترهګرۍ ضد مبارزې اغېز لرلای شي.
د راپور له مخې، د امریکا د کانګرس غړي ویلي چې نوموړي د کانګرس له بل غړي راین زینک سره اسلاماباد ته سفر کړی او هلته یې د پاکستان د پوځ له مشر، فیلډ مارشال عاصم منیر، سره د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د راپور له مخې، د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) ځینې غړي له هغو وسلو او پرمختللو تجهیزاتو څخه کار اخلي چې پخوا د امریکا له خوا د افغانستان پخوانیو امنیتي ځواکونو ته ورکړل شوي وو او د ۲۰۲۱ کال له بدلون وروسته د طالبانو لاس ته ورغلل.
په راپور کې د پاکستان د پوځ د مشر له قوله ویل شوي چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د پاکستان د امنیتي شخړو د پراخېدو احتمال شته. هغه ویلي، پاکستاني امنیتي ځواکونه له هغو وسلهوالو سره مخ دي چې د شپې لید وسایل، دقیق سنایپر ټوپکونه او نور پرمختللي تجهیزات لري.
د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو څارونکو هم په خپلو ارزونو کې ویلي چې تحریک طالبان پاکستان د ناټو په معیار جوړې شوې وسلې ترلاسه کړې دي او د شپې لید وسایلو ته د لاسرسي له امله یې د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه ډېر خونړي شوي دي.
د امریکا د دفاع وزارت د سرمفتش د ارزونې له مخې، د ۲۰۲۱ کال پر مهال د افغانستان د پخواني حکومت له سقوط وروسته شاوخوا ۷.۱۲ میلیارده ډالره ارزښت لرونکي، د امریکا له خوا تمویل شوي پوځي تجهیزات د افغان امنیتي ځواکونو په واک کې پاتې شول. راپور زیاتوي چې امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال خپل ډېری مستقیم کارېدونکي پوځي وسایل یا له منځه یوړل او یا یې له ځان سره وایستل.
د راپور د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې له ۳۱۶ زرو څخه ډېرې وسلې او نږدې ۴۲ زره ځانګړي پوځي وسایل پاتې شول، چې د شپې لید، څارنې، بایومټریک او موقعیت معلومولو وسایل هم پکې شامل وو. همدارنګه، د افغانستان د پخواني هوايي ځواک یو شمېر بلکهاک چورلکې هم د طالبانو لاس ته ولوېدې او د راپور په وینا، د هغو ځینې بېرته فعالې شوې دي.
راپور وايي، تر اوسه داسې شواهد نه دي وړاندې شوي چې دا چورلکې دې د پاکستان دننه په بریدونو کې کارول شوې وي، خو د لیکوال په باور د طالبانو تر واک لاندې د دغو پوځي زېرمو شتون د اندېښنې وړ دی، ځکه د ځینو وسلو د بېلابېلو وسلهوالو ډلو لاس ته د رسېدو نښې لیدل شوې دي.
د راپور له مخې، د افغانستان د جګړې پر مهال افغان طالبانو په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لرل، خو د لیکوال په وینا اوس وضعیت تر یوه بریده بدل شوی او تحریک طالبان پاکستان له افغانستانه فعالیت کوي او په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي.
راپور ټینګار کوي چې افغان طالبان او تحریک طالبان پاکستان جلا ډلې دي، خو تاریخي، قومي او جغرافیایي اړیکې لري او د دواړو ترمنځ اړیکې د سیمې د امنیت له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.
د راپور په وروستۍ برخه کې وړاندیز شوی چې امریکا او پاکستان دې د ترهګرۍ ضد همکارۍ لپاره نوی چوکاټ رامنځته کړي. د لیکوال په باور، واشنګټن باید پاکستان ته د شپې عملیاتو اړوند تجهیزات، استخباراتي او څارنیز ملاتړ، د بېپیلوټه الوتکو ضد وسایل او د سرحدي څارنې امکانات برابر کړي، خو دا همکاري باید د سختو څارنیزو میکانیزمونو او روښانه شرطونو تر سیوري لاندې ترسره شي، څو د هند او پاکستان ترمنځ دودیز پوځي توازن اغېزمن نه کړي.
په راپور کې همدارنګه وړاندیز شوی چې د امریکا کانګرس داسې قوانین تصویب کړي چې په راتلونکي کې د متحدو حکومتونو د احتمالي سقوط پر مهال د امریکايي پوځي تجهیزاتو د خوندي کولو لپاره له مخکې پلان موجود وي.
د راپور په پای کې ویل شوي چې د پاکستان امنیت یوازې د هغه هېواد کورنۍ مسئله نه ده، بلکې د سیمې د ثبات، اقتصادي همکاریو او د کانونو د پانګونې له فرصتونو سره هم تړاو لري. د لیکوال په باور، که په سیمه کې امنیت ښه شي، نو د امریکا او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او کانونو په برخو کې همکارۍ هم پراخېدای شي.


