یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهالظواهري وژنې د طالبانو او حقاني ډلې تر منځ بې باوري زیاته...

الظواهري وژنې د طالبانو او حقاني ډلې تر منځ بې باوري زیاته کړې

لیکنه: محب الله

د  القاعده او د حقاني شبکې ترمنځ له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې اړیکې لري –  دواړه ډلې د شوروي پر ضد په ګډه جګړه کړې  دواړه ډلې یو له بل سره اتحاد او خورا ژورې او ښې اړیکې لري، د سرچینو په وینا اوس هم د افغانستان په توره بوړه سیمه کې د القاعدې زیات شمیر جنګیالي شتون لري، وروسته له هغه چې طالبانو تېر کال د افغانستان واک تر لاسه کړ، ډیر راپورونه خپاره شول چې افغان طالبان په دوو ډلو ووېشل شول چې يوه يې د ملا برادر او بله يې حقاني ډله ده، خو د طالبانو مشرانو په وار وار دغه څرګندونې ګنګوسې بوللې .

ويل کيږي چې د وخت په تېرېدو  حقاني ډلې  او طالبان په يوه ځاي کار ته اړ شول . له تېرو ۳-۴ ورځو راهیسې یو ځل بیا د اختلافاتو راپورونه ورکول کېږي چې د ډاکټر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته د طالبانو ترمنځ اختلافات راپورته شوي دي.

د طالبانو د حکومت له خوا په رسمي ډول نه دي ویل شوي چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید هدف ایمن الظواهري وو او نه هم تر اوسه دا خبره رد شوې ده، خو د طالبانو د چارواکو په وینا دوی نه پوهیدل چې هدف يي القاعده وه .

ډاکټر ایمن الظواهري د افغانستان په پلازمېنه کابل کې اوسېده، له بلې خوا د ایمن الظواهري له پېښې وروسته افغان حکومت او امریکا یو بل په قطر کې د شوي تړون په سرغړونې تورنوي.

یاد دي د افغانستان دولتي چارو وزیر سراج الدين حقاني د الظواهري د وژل کیدو په هکله هندي رسنۍ سره په خبرو کې وویل چې القاعده ډله اوس نړۍ ته ګواښ نه ده خو بل لور ته ذبیح الله مجاهد خپل خپور شوي بیان کې وویل چې طالبان د الظواهري په کابل کې په شتون نه وو خبر دوي ده دې پیښې د پلټنې لپاره مسؤله ارګانونو ته حکم ورکړئ چې دوي د دې پیښې پلټنه وکړي.

له اوچت دوه بېلابېلو بیانونه دا څرګندیږي چې د طالبانو او حقاني شبکې یو څه شته او هغه څه د دوړو ډلو په منځ کې بې باوري رامنځته کړې .

د ظواهري پیښې په‌ نړۍ کې نوي بحثونه راپاريدلي څوک دا د د نوې جګړې پیل ګني  او وايي چې د امریکا سترګې یو ځل بیا افغانستان ته دي، له دې لویې پېښې وروسته په نړیواله کچه نوي بحثونه پیل شوي، په ځانګړي ډول پاکستان به څنګه خپل رول ولوبوي، که په افغانستان کې وضعیت یو ځل خراب شي، څه؟ ښایي د هغې اغیزې وي، ځکه چې په تیرو څو ورځو کې د پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د پاکستان د علماوو د پام وړ هیت کابل ته راغلی وو خو بریالي نه شول چې د پاکستاني طالبان دې ته اړ کړي چې له د پاکستان دولت سره یوه معامله وکړي او جګړې ته د پای ټکی کېږدي .

په پاکستان کې وضعیت له پخوا ښه نه دی، په شمال کې بریدونه او هدفي وژنې زیاتې شوي دي. په جنوبي وزيرستان او له بلې خوا په بلوچستان صوبه کې بلوڅ تندلاري تنظيمونه بريدونه کوي او دا مهال په پاکستان کې اقتصادي وضعيت هم  ښه نه دي او د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ کرنسۍ د نرخ په ټيټېدو سره د هېواد سياسي وضعيت او اختلافاتو ته لمن وهي.

په هیواد کې دا مهال د واکمن ګوند په لاس کې دی، حکومت په خپل اوج کې دی، اقتصاد چې په ښه کیدو بوخت دی، له بلې خوا اپوزیسیون غواړي چې ژر تر ژره په هیواد کې ټاکنې ترسره شي او یوازې څو تنه پاتې دي. د پوځ د مشر جنرال جاوید قمر باجوه د تقاعد کېدو ته څو میاشتې پاتې دي، اوس لیدل کېږي چې د هېواد اوسنیو حالاتو ته په کتو، ایا د پوځ د مشر دنده نوره هم پراخه شي؟ یا به بیا د پوځ نوی مشر وټاکل شي

اوس به وکتل شي چې د پاکستان حکومت، اسټيبلشمنټ، د سياسي ګوندونو مشران او پوهان به څه ډول هڅه کوي چې دغه ټول پس منظر ته د حل لاره پيدا کړي او دا د پاکستان لپاره يوه لويه ننګونه ده چې له دې حالاتو څخه د وتلو لپاره څه ډول اقدامات وکړي او څنګه د قضيې د حل لاره پيدا کړي.

بل لورې ته افغانستان کې د‌ طالبانو او د‌حقاني شبکې ترمنځ بې باوري سیمې ته یو ګواښ ده .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه