ليکنه: محمد نعیم
د “نظریې” Theory او “نظري” Theoretical لفظونه څو مانې لري د نظري د لفظ یو عامه مانا چې مونږ یې په ښوونځو، لېسو، او پوهنتونونو کې د ښودنو او زدکړو له نظره کوو داده چې په کومو موضوعات کې عبارتي مواد زیات وي او حسابي مواد لکه د ریاضۍ فامولې او تمرينونه(مشقونه) پکې کم وي هغې ته مونږ نظري Theoretical موضوعات وایو دغه رنګ چې په کومو زدکړو یا لوست کې ذهني خواري زیاته وي او عملي او اطلاقي کار کم وي هغې ته مونږ نظري زدکړې Theoretical Studies وایو –
د نظریې Theory د لفظ یوه بله عمومی مانا هغه دريځ یا نظر دی چې یو کس یې د یوه متنازعه موضوع په حقله لري لکه د بېلګې (مثال) په توګه دا دريځ لرل چې د پاکستان یوه یا بله اداره د پاکستان د بد سیاسی او اقتصادي وضعیت مسولیت(ذمه واري) په غاړه لري یا پښتو یوه لرغونې ژبه ده او پنځه زره کاله تاريخ لري په دې ورستنۍ مانا کې د نظریې دتصور یو دوه مثالونه دي
د Theory د لفظ لغتي مانا Dictionary Meaning البته زیاته رسمي ده او مطلب یې هغه دعوه Claim، دريځ Stance، حل Solution، یا نظر viewpoint دی چې یو کس یې د یو ناحل شوي unsolved یا ناواضحه unexplained مسلې یا موضوع به اړه بغیر د څه مضبوطو (قوي) ثبوتونو یا شواهدو د اټکله conjicturally یا ګمانه hunch or gut feelings وړاندې کوي نو دغه ته هم مونږه په عامه ژبه کې یوه نظریه (تهیوری) وایو د مثال په طور په نړي وال سیاست یا شخړو کې چې کله د ترهه ګرۍ موضوع راشي نو دا دعوه کېږي چې دا پدیده phenomenon په مسلمانانو پورې تړلې ده یا څه مذهبي ګروپونه دا نظریه لري چې په تعليمي ادارو کې مخلوطې زدکړې د فحاشۍ سبب جوړېږي دغه ډول چې کله څه قدرتي افتونو لکه زلزله یا وچکالي راپېښه شي نو یو مذهبي توضيح یې دا کېږي چې د خلکو عملونه خراب شوي دي د زلزلې د پېښو به پخوا یو وضاحت دا کېدو چې اصل کې زمکه د یو غوایه په یو خکر ټینګه ده او کله چې دغه غویی د زمکې پنډ د یو خکر نه بل خکر ته واړوي نو زلزله راشي
دغه رنګ نورې ډېرې دعوې دي چې مونږ یې په خپل چاپیریال کې د لانا سېړلي او ضاحت ته اړ پديدو Phenomena او پېښو Events په اړه بېخي د خپل ذهني اختراع نه او بغیر د څه شواهدو ثبوتونو او عقلي دلیلونو کوو له دې لحاظه د نظریې د لفظ مانا هغه خام وضاحت crude explanation دی چې څوک یې د یو موضوع په اړه له ګمانه کوي او په څه ژورې سېړنې یا پلټنې اساس نه وي داسې رنګ نظریې myths یا افسانې خو کېدی شي خو د اعتبار وړ ساینسي نظریې چرته نه شي کېدی ولې چه په ساینس کې د یوې نظریې د وړاندې کولو دپاره یوه خاصه لاره ټاکلی شوې ده دا لاره مخصوص شرایط او معیارونه لري او یوه نظریه خواه که په شواهدو اساس هم وي او وجدان Intuition ته هم اپیل کوي خو که په دغه بندیزونو او شرایطو پوره نه وي نو د psyuedo-science حیثیت خو لرلی شي خو د ساینس درجې ته نه شي اوچتېدلی
کله چې مونږ د “ساینسي نظریه” Scientific Theory اصطلاح پکاروو نو ددغې نه زمونږ مطلب د Theory د لفظ هغه عامې او فوکلوري یا لغتي مانې نه وي چې پورته یې یادونه اوشوه ګو چې یوه ساینسي نظریه هم یوه دعوه claim یا دريځ stance, position یا عقيده belief یا وضاحت explanation وي چې یو ساینسدان یې د یو حل طلبه یا وضاحت طلبه پديدې phenomenon، پښتنې question، یا مسلې problem دحل یا وضاحت په اړه وړاندې کوي خو وړومبی توپیر یې د نظریې د لفظ د عامیانه تصور سره دا دی چې ساینسي نظریه د اټکل یا ګمان په ځائ د مظبوطو ثبوتونو او شواهدو په بنیاد رامنځته شوي وي دویم دا چې یوه ساینسي نظریه په یوه منطقي انداز کې logical way د د یوې حل طلبه پدېدې phenomenon وضاحت کوي دریم دا چې دغه ساینسي نظریه ددغه ډول نورو پديدو د شتون یا پېښېدو وړاندوینه( پېشنګویی) کوي څلورم’ د ساینسي نظریې نه نورې ژورې نتېجې او مطلبونه هم ولاړېږی پنځم دا چې د یوې ښې ساینسي نظریې پېشنګویانې Predictions او نتېجې implications د تجربې له لارې ازمویلی Test کېدی شی او په پایې کې دا چې د د یوې کره ساینسي نظریې وضاحت یا حل دومره موثر وي چې د یوې نوې ټکنالوجي په شکل کې ترې نه ګټه هم راوتلی شي تر ټولو مهم توپیر یې د نظریې د عامیانه تصور concept سره دا دی چې یوه ساینسي نظریه د یوې ټاکلې شوې او په ښه توګه استقلاب ته رسېدلې طرېقې Method له لارې رامنځته کېږي چې ساینسدانانو ورته The Scientific Method وایي په دې موضوع به مونږه ددې مضمون په بل ټوک کې غږېږو خو دلته به د The Scientific Method په اړه دومره تفصيل پوره وي چې دا طريقه ساینس پوهانو د ساینس د زېږېدنې او ودې په سلونو کاله دور کې وضع کړې ده او یو رسمي Formal شکل یې ورته ورکړی دا مخصوصې مرحلې، شرایط او معیارونه لري او د ساینسدانانو نه دا توقع کېږي چې خپلې نظریې د ساینسی طريقې له لارې رامخته کړي
یو څو ساینسي نظریې چې د ساینسي طریقې په معیارونو پوره خېژي د این سټاین Spatial Theory of Relativity، هم دده General Theory of Relativity او د ډارون Theory of Natural Selection and Evolution دي
د اینسټاین وړومبی نظریه دا وایي چې په کاینات کې شیان په زمان ومکام space-time کې واقع کېږي او کله چې یو څيز په حرکت کې وي نو مختلف ننداره کوونکې ددغه څیز د حرکت د وخت او اوږدوالي حساب مختلف کوي ولې چې دوئ ته دا خپل خپل چوکاټ نه مختلف ښکاري به دې نظریې کې بله دعوه شوې وه چې انرژی او ماده یو څیز دی او یو په بل کې بدلیدی شي د اینسټاین عمومي نظریه اضافیت General Theory of Relativity د کشش ثقل gravity ( په کاینات کي ددوه وو شیانو یو بل راکښل یا د وړو شیانو غتو شیانو پله راغورزېدل) د پدېدې phenomenon وضاحت کوي او وايي چې دا پدیده د زمان او مکان کې د یو ډوغل space-time curvature له کبله واقع کېږي داین ستاین د gravity دا نظریه د نیوټن د نظریې نه مختلفه ده د کومې له مخې چې gravity یو ډول زور force دی د کومې په ذريعه چې چې په کاینات کې دوه اجسام یو بل پله راکاږي د اینسټاین دواړې نظریې د دې وضاحت کولو کوشش کوي چې کاینات څنګه کار کوي وروستو ددې نظریو نه نورې ولاړونې او نتېجې هم رااووتې لکه دا چې د نور سړیکې د غټو اجسامو چاپېره مزل کوي نو کګېږي یا په کاینات کې بلیک هولز black dark matter, او gravity waves شتون لرې دا نتېجې بیا وروستو د تجربې او مشاهدې له لارې ريښتیا ثابتې شوې تر دې چې څه خو پکې سل کاله پس ریښتنې ثابتې شوې له دې سره سره دې نظریو نوي ایجاداتو لکه GPS، نیوکلیر انرژۍ او نیوکلیر بمب ته هم مساعد favourable تصورات او حالات رامنځته کړه
یوه بله ډېره مهمه ساینسی نظریه د ارتقا نظریه ده له کومې له مخې چې په زمکه د رنګا رنګ ځناورو او نورو ژوندي شیانو قسمونه د adaptation او نېچرل سلیکشن natural selection له لارې د یو ساده حیاتیاتي شکل نه راوتي دي د ډارون د نظریې دا توضیح د فوسيل ریکارډ نه هم ثبوت ته رسېدلې ده او د وایرس او بیکټېریا په ارتقا او جينیاتي بدلونونو کې هم مشاهده شوېده
لنډه دا چې کله مونږ د ساینسي نظریو خبره کوو نو مونږ ساینسي طریقه او ددې شرایط په نظر کې نیسو او ساینسي نظریه څه اډهاک adhoc نظریه نه وي ددې مضمون په راتلونکي ټوک کې به مونږ په دې بحث کوو چي ساینسي طريقه د یوې ساینسي نظریې معیار او ساینسي ارزښت څنګه پر تلله کوي”


