یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبان وايي، د الظواهري جسد یې نه دی موندلی

طالبان وايي، د الظواهري جسد یې نه دی موندلی

ویب ډیسک

د طالبانو حکومت وايي په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په وروستي برید کې داسې مواد کارول شوي چې هرڅه یې له منځه وړي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د اګست په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې د جولای د ۳۱ مې په سهار د امریکا په برید کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې په خپل استوګنځي کې وژل شوی دی. د امریکايي چارواکو په وینا په دې حمله کې له هیل فایر ډوله توغندي څخه کار اخیستل شوی و.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بېګا د آزادۍ راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې په یوه پیغام کې لیکلي دي چې په دې برید کې له داسې موادو کار اخیستل شوی دی چې هرڅه یې له منځه وړي او د ده په وینا دوی حتی د برید په ځای کې د چا جسد هم نه دی موندلی.

متحدوایالتونو تراوسه د طالبانو د حکومت د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه