ويب ډيسک
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې ويلي؛ د دوحې په درېیمه ناسته کې مو پلاوي د افغانستان د اقتصادي وضعیت له ښه کېدو ملاتړ اعلان کړ.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یوه خبري غونډه کې زیاته کړې، چې د دوحې په غونډه کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې ده.
د هغې د څرګندونو له مخې؛ د جولای پر لومړۍ نېټه د افغانستان او پاکستان د پلاويو په درې اړخيزه غونډه کې د سولې او امنيت په ګډون پر ګډو اندېښنو خبرې وشوې.
ممتاز زهرا بلوچ وایي: د پاکستان او د افغانستان د چارسمبالي حکومت ترمنځ د جولای پر لومړۍ نېټه دوه اړخیزه غونډه وشوه. دواړو لوریو د سولې او امنیت په ګډون پر ګډو اندېښنو خبرې وکړې. پاکستان د سیمهییز ثبات د ټینګښت لپاره د هڅو د زیاتولو پر اړتیا ټینګار وکړ. پاکستان یو باثباته او سوله ییز افغانستان ته ژمن دی.
اسلامي امارت د پاکستان امنیتي ادعاوې تل رد کړي او ټینګار کوي، چې امنیتي ستونزې د پاکستان کورنۍ مسله ده او افغانستان پورې اړه نلري. مونږ اجازه نهورکوو، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکارول شي.


