یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونه"اې‌جی‌ایس‌او" وايي په ايران او پاکستان کې د افغان خبريالانو ناهيلې کوونکي...

“اې‌جی‌ایس‌او” وايي په ايران او پاکستان کې د افغان خبريالانو ناهيلې کوونکي وضعیت ته ډېر خواشينی دى.

ويب ډيسک

د افغانستان له خبريالانو د ملاتړ سازمان “اې‌جی‌ایس‌او” وايي چې په ايران او پاکستان کې د افغان خبريالانو ناهيلې کوونکي وضعیت ته ډېر خواشينی دى.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په ایران او پاکستان کې د افغان خبریالانو د وضعیت په اړه د اندېښنې ښودلې او له ټولو نړیوالو سازمانونو یې غوښتي چې د دغو خبریالانو د ژوند د ژغورلو لپاره عملي ګامونه واخلي.

دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره زیاته کړې چې په ایران او پاکستان کې مېشتو افغان خبریالانو د مستندو اړيکو له لارې په ډاګه کړې چې اوسمهال لوېدیځو هېوادونو ته د هغوی د لېږدېدو بهیر درول شوی او په ډېر تیاره او مبهم وضعیت کې ژوند کوي.

د “اې‌جی‌ایس‌او” په وینا، دا اندېښنې هغه مهال زیاتې شوي چې یو شمېر هغه خبریالان چې فرانسې ته د لېږدېدو په تمه وو، د دغه هېواد له لوري ټولو ته د نه منلو ځواب ورکړل شو چې دا کړنه د افغان خبریالانو د خوندیتوب د سازمان په وینا په تېرو درېیو کلونو کې بې ساري وه.

دغه سازمان وايي، له بده مرغه دغه خبريالان د افغانستان په دواړو ګاونډيو هېوادونو کې په ډېر بد او د اندېښمنو وضعیت کې ژوند کوي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه