یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاسلام اباد کې یوه زوروره چاودنه شوې چې له امله یې له...

اسلام اباد کې یوه زوروره چاودنه شوې چې له امله یې له دولسو څخه زیات کسان ووژل شول

ویب ډیسک

پولیسو وویل چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د جمعې د لمانځه پر مهال د شیعه ګانو په یوه جومات کې یوه زوروره چاودنه وشوه چې له امله یې له دولسو څخه زیات کسان ووژل شول.

د پولیسو ویاند تقي جواد د جرمني خبري اژانس ته وویل دا چاودنه چې ظاهراً د ځانمرګي برید وه په امام باړه (امام بارګاه) سیمه کې شوې. جواد وویل، «سمدستي، زه تاییدولی شم چې لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي دي.» دی اندېښمن دی چې د مړو شمېر ممکن لوړ شي.

لږ تر لږه ۱۵ ټپیان روغتونونو ته وړل شوي او ځینې یې په نازک حالت کې دي.

شیعه مسلمانان د پاکستان د نږدې ۲۵۰ ملیون نفوس شاوخوا ۲۰٪ جوړوي.

پاکستاني طـ.ــ.ـالبانو او اسلامي دولت ډلې په تیرو وختونو کې شیعه مسلمانان په نښه کړي دي، که څه هم د وروستي برید مسؤلیت کومې ملیشې ډلې نه دی منلی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه