دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبلاول بهټو ګوندونه د وزیر اعظم عمران خان پرضد پر عدم اعتماد...

بلاول بهټو ګوندونه د وزیر اعظم عمران خان پرضد پر عدم اعتماد تحریک وړاندې کولو سلا شوی دی

ويب ډیسک

پاکستان پيپلز ګوند دعوه کوي چې مسلم لیګ نواز ورسره په پارلمان کې د وزیر اعظم عمران خان پرضد پر عدم اعتماد تحریک وړاندې کولو سلا شوی دی.

دا خبره د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د فرورۍ پر پنځمه په لاهور کې یو خبري غونډې ته په وینا کې کړې ده.

 

خو د پاکستان مسلم لیګ نواز له خوا تر اوسه د بلاول بټو زرداري د دې څرګندونو په اړه لا څه رسمي غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

 

دا له هغه وروسته ده چې بلاول بټو، د پیپلز ګوند شریک مشر او پخواني ولسمشر اصف زرداري ، د مسلم ليګ نواز ګوند د صدر او په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن د مشر شهباز شریف او د ګوند د مرستیالې مشرې مریم نواز شریف تر منځه د فرورۍ پر پنځمه په لاهور کې لیده کاته وشو.

 

بلاول بټو زرداري‌ تر دې ملاقات وروسته خبري غونډې ته وویل، )موږ په دې اند يو چې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت د ولس باور بايللی دی نو بايد د دې عدم اعتماد اظهار په پارلېمان کې هم وشي.(

 

د بلاول بوټو په وینا، ټول اپوزيشن ګوندونه پر دې سلا شوي دي چې د اوسني واکمن تحریک انصاف ايتلافي حکومت د نسکورولو لپاره د عدم اعتماد د تحریک تر څنګ احتجاجونه او ټولې اييني لارې وکاروي.

 

د پاکستان قامي اسمبلۍ د ۲۰۲۱م کال د مارچ پر شپږمه وزیراعظم عمران خان ته د باور رایه ورکړې وه. نوموړي ته د باور د رایې اخېستو لپاره ۱۷۲ ووټونه پکار وو او هغه ۱۷۸ تر لاسه کړي وو.

 

خو اپوزیشن ګوندونو د وزیراعظم عمران خان د باور رایې ګټل رد کړي وو.

 

عمران خان د باور رایې اخېستو اعلان د ۲۰۲۱م کال د مارچ پر څلورمه له هغه وروسته ولس ته د وینا پر مهال وکړ چې د مارچ پر درېیمه د سېنېټ په انتخاباتو کې د اسلام اباد پر چوکۍ د پیپلز ګوند یو مشر او د مخالفو ګوندونو ګډ کاندید یوسف رضا ګیلاني د حکومتي امیدوار عبدالحفیظ شیخ نه د سېنېټ د اسلام اباد سیټ وګټلو.

 

پاکستان مسلم لیګ نواز او پاکستان پیپلز ګوند په پارلمان کې د حکومت تر ټولو لوی ګوندونه دي خو د حکومت پرضد په جوړ پاکستان تحریک انصاف کې یو ځای نه دي.

 

پاکستان جمهوري تحریک د ۲۰۲۰م کال د سېپټمبر پر ۲۰ مه په اسلام اباد کې د اپوزېشن ګوندونو د حکومت ضد جوړ کړی وو.

 

په دې تحریک کې د ملک تر ټولو لوی اپورېشن ګوند مسلم لیګ نون ، پاکستان پپلز ګوند ، جمعیت علما اسلام ف ډله ، عوامي نشنل ګوند ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند په ګډون ټول ۱۱ سیاسي ګوندونه شریک وو.

 

خو پاکستان پیپلز ګوند او عوامي نېشنل ګوند تر څو شریکو جلسو وروسته له دې تحریک څخه لاره جدا کړه.

 

پاکستان جمهوري تحریک له وړاندې لا اعلان کړی دی چې د ۲۰۲۲م کال د مارچ پر ۲۳مه به د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف حکومت ړنګولو لپاره اسلام ته لاریون پیلوي.

 

د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمان تر دې وړاندې داسې لاریون د خپل ګوند جمعیت علمای اسلام له خوا هم ترسره کړی وو خو د حکومت ړنګولو هدف یې نه وو ترلاسه کړی.

 

حکومتي وزیرانو او وزیر اعظم عمران خان په بیا بيا ويلي چې اپوزيشن ګوندونه هیڅ ايجنډا نه لري او د خپلو درغلیو پټولو لپاره دا ډول احتجاجونه او بیانونه ورکوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه