یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاسلام اباد کې د افغان کډوالو نيولو بهير دوام لري

اسلام اباد کې د افغان کډوالو نيولو بهير دوام لري

ويب ډيسک

د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې له څو ورځو راهیسې لا هم د افغانانو د نیولو او کور په کور د تلاشۍ جریان روان دی.

د اسلام آباد پولیس د هغو افغانانو کورونه او د اوسېدو ځایونه مهرلاک کوي، چې د امنیتي او یا شخصي دلایلو له مخې له کورونو بهر شوي وي.

پاکستان کې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د ستنولو لړۍ شروع شوې چې د مالوماتو له مخې تر دا مهال ۱۳۰ کډوال نیول شوي چې د قانوني اسنادو لرونکي پکې هم شته دي.

د افغانستان او د خیبرپښتونخوا ګڼو پخوانیو سیاستوالو د پاکستان پر دې عمل خواشیني ښودلې او د ژر تر ژره درولو غوښتنه یې کړې ده، خو له غوښتنو سربېره لا هم د پاکستان له خوا دا بهیر نه دی درېدلی.

پاکستان ادعا کوي، چې یو شمېر افغانان په دغه هېواد کې د عمران خان په پلوۍ لاریونونو کې ګډون کړی او په وروستیو ناامنیو کې ښکېل دي، هغه څه چې په کابل کې یې د طالبانو حکومت ردوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه