ويب ډيسک
کاناډایي رسنیو خبر ورکړی چې د یاد هېواد لومړی وزیر «جسټن ټروډو» د لیبرال ګوند له مشرۍ او بیا د کاناډا له صدراعظمۍ استعفا وکړي.
کاناډايي ورځپاڼې «ګلوب باند میل» پرون (یکشنبه، د جنوري ۵مه) د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ښاغلی ټروډو به نن (دوشنبې، د جنوري 6) د کاناډا د لیبرال ګوند له مشرۍ خپله استعفا اعلان کړي.
په راپور کې ویل شوي چې دا لا څرګنده نه ده چې آیا د دغه هیواد لومړی وزیر به د لیبرال ګوند له مشر او د دغه هیواد د صدراعظم په توګه د خپلې استعفا له اعلانولو وروسته په رسمي توګه له خپلې دندې لاس په سر شي او یا به د بل چا تر ټاکلو پورې په خپله دنده پاتې شي.
په کاناډا کې سیاسي کړکېچ وروسته له هغې لاپسې زیات شو چې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیالې او د مالیې وزیرې کریسټیا فریلنډ د تېر کال په ډسمبر کې له جسټن ټروډو سره تر اختلافاتو وروسته استعفا وکړه.
د مېرمن فریلنډ له دغه غیرمتوقع اقدام او پر کاناډا د ګمرکي تعرفو د لګولو لپاره د ټرمپ له ګواښونو وروسته، د دغه هېواد په پارلمان کې د لومړي وزیر د استعفا په اړه پوښتنې راپورته شوې.
جسټن ټروډو له شاوخوا ۱۲ کلونو راهیسې په ۲۰۱۳ کې د کاناډا د لیبرال ګوند مشر او له ۲۰۱۵ کال راهیسې د کاناډا لومړی وزیر وټاکل شو.


