دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان کې پر ایکس(پخواني ټویټر) شبکې لګیدلي بندیزونه پای ته رسیدلي

پاکستان کې پر ایکس(پخواني ټویټر) شبکې لګیدلي بندیزونه پای ته رسیدلي

ويب ډيسک

له یو کلن ځنډ وروسته پاکستان کې پر ایکس(پخواني ټویټر) شبکې لګیدلي بندیزونه پای ته رسیدلي او اوس له «وي‌پي‌این» پرته هم کار کوي.

 

په پاکستان کې د ایکس شبکې یو شمېر کارونکي نن (یکشنبه، دمرغومي ۱۶مه) ویلي، چې په دغه هېواد کې پر ایکس ټولنیزې رسنۍ لګیدلي بندیزونه پای ته رسیدلي دي.

 

د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت د پاکستان حکومت پر ایکس یا پخواني ټویټر ټولنیزه شبکه بندیز ولګاوه او کارونکو یې د استعمال لپاره باید له وي‌پي‌این ځانګړې مجازې شبکې څخه کار اخیستی و.

 

باید وویل شي چې په ۲۰۲۳ کال کې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر «عمران خان» تر نیول کېدو وروسته د دغه ګوند پلویانو ته د خپلو نظرونو څرګندونو په موخه په رسنیو کې وخت نه ورکړل کیده بیا دوی خواله رسنیو ته مخه کړه.

 

همداراز پر ایکس د پاکستان حکومت له لوري لګېدلي بندیزونه په رسمي ډول نه وو اعلان شوي او نه هم د دې بندیزو لرې کولو په اړه یې په رسمي ډول کوم اعلان وکړ.

 

د یادولو ده چې پاکستان د روان کال په پیل کې له چین څخه د خواله رسنیو د سانسور لپاره په ۳۰ میلیارده کلدارو د «فایر وال» یا اور دیوال په نوم یو سیسټم واخیست، چې ورسره یې په ایکس بندیز ولګاوه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه