پښتو جرنل
بلوچستان په بېلابېلو ولسوالیو کې کاربندیز روان دا
یاد دې وي چې جمعیت العلما اسلام لخوا په ټاکنو کې د درغلیو په ضد تېر ماخوستن کاربندیز اعلان کړی وو .
یاد کاربندیز هغه وخت اعلان شوو کله چې د بلوچستان ایالتي اسمبلۍ د يوې څوکۍ حلقه ۴۵ په پنځلس ټاکنیز اسټیشنو باندې د عدالت په حکم باندې یو ځل بیا ټاکنې وشوې .
جمعیت العلما اسلام وايي چې یاده څوکۍ د دوي کاندید میر عثمان پرکاڼي ګټلې خو ادارو لخوا د پیپلز ګوند میر علي مدد جتک ګټلی اعلان شوو .
۲۰۲۴ په ۸ فبروري کله چې ټول هېواد کې ټاکنې وشوې نو په یاده څوکۍ علي مدد جتک ګټلې وه خو جمعیت العلما اسلام د علي مدد جتک بریا پر ضد عدالت لاړ او عدالت د څوکۍ په پنځلسو ټاکنیز اسټیشنو باندې یو ځل د ټاکنو حکم ورکړ .
کومې چې د راونې میاشتې په پنځه نیټه ترسره شوې او یو ځل بیا علي مدد جتک بریالی اعلان شوو .
جمعیت العلما اسلام ګوند پایلې نه مني او د پایلو پر ضد احتجاج ته ادامه ورکوي .
حکومت لخوا د دوو ورځو لپاره د بلوچستان ستر ښار کوټه کې د دوه ورځو لپاره موبايل او انټرنټ د بندولو اعلان کړی .


