یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههرات، د بوټو د پروسس فابریکه ۵۵۵ ښځو ته د کار زمینه...

هرات، د بوټو د پروسس فابریکه ۵۵۵ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

ویب ډیسک

د هرات په ولایت کې یوې ښځې د درملیزو بوټو د پروسس یوه فابریکه جوړه کړې چې ښځو ته یې د کار فرصتونه برابر کړي دي، او دا مهال پکې سلګونه ښځې کار کوي.

په دې مرکز کې له شاوخوا ۴۰۰ ډولو بوټو څخه نږدې ۱۰۰ ډول درمل تولیدیږي، چې په سیمه‌ییزه کچه د روغتیا په برخه کې مهم رول لري.

د فابریکې مشره شکریه احمدي وایي چې په دې مرکز کې ټولټال ۵۵۵ ښځې او شاوخوا ۲۰ نارینه کار کوي. هغې زیاته کړه چې دلته کارکوونکو ته د بوټو پېژندنه، د هغوی کارونه او ګټې په اړه منظمې روزنې هم ورکول کېږي.

هغې همدارنګه وویل چې د دې نوښت موخه یوازې د طبیعي درملو تولید ته وده ورکول نه دي، بلکې ښځو ته د باعزته کار برابرولو له لارې د هغوی اقتصادي خپلواکي هم پیاوړې کول دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه