ویب ډیسک
کد افغانستان د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په ترڅ کې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۲مې تر د اپرېل تر ۴مې پورې د پاکستاني ځواکونو د ګولیو ویشتلو او بریدونو له امله ۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۲۶ نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړه چې د دغو بریدونو پر مهال ۱۱۴۰ کورونه، ۲۵۶ دوکانونه، ۴۲ وسایط، ۶۶۱ څاروي، ۳۴ جوماتونه او ګڼ روغتیايي مرکزونه ویجاړ شوي دي.
د نوموړي په وینا، د دې بریدونو له امله تر ۲۷ زرو زیاتې کورنۍ بېکوره شوې دي، چې له امله یې بشري ناورین لا پسې زیات شوی دی.


