ویب ډیسک
د قزاقستان سفیر، ګزیز اکباسوف، د افغانستان-منځنۍ آسیا د مشورتي غونډې پر مهال وویل چې په تېرو پنځو کلونو کې له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې بې ساری پرمختګ شوی دی.
هغه وویل چې د ریل پټلۍ خدمتونه، ترانسپورټ، د ګمرک اسانتیاوې او پانګونه هغه مهم سکتورونه دي چې اوس مهال پرې جدي کار روان دی. د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه اخیستل کېږي.
د قزاق سفیر ټینګار وکړ چې افغانستان کې د اقتصاد او ترانزیټ پراخ فرصتونه شته، او قزاقستان ژمن دی چې دغه فرصتونه وساتي او لا یې پراخ کړي.


