د پاکستان او افغانستان د اړیکو لپاره د خبرو او اقتصادي همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی

0
99

د پېښور پوهنتون د روسیې، چین او منځنۍ اسیا د مطالعاتو مرکز او د ASPIRE-KP په ګډه جوړ کړي یوه علمي غونډه کې د پاکستان او افغانستان پر اړیکو د شخړې پر ځای د خبرو اترو، اقتصادي همکارۍ او سیمه‌ییزې نښلونې پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

د «له پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړې هاخوا؛ د سیمه‌ییزې سولې او متقابل تفاهم پر لور» تر سرلیک لاندې په دې غونډه کې حکومتي چارواکو، د بېلابېلو برخو کارپوهانو، پخوانیو وزیرانو او لوړپوړو دولتي مامورینو، د پوهنتونونو استادانو، سوداګرو، څېړونکو او د علمي بنسټونو استازو ګډون کړی و.

ګډونوالو وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره باید یوازې پر شخړو او امنیتي مسایلو تمرکز ونه شي، بلکې د سیاسي خبرو، سوداګرۍ، اقتصادي اړیکو، سیمه‌ییزې نښلونې او د خلکو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو لپاره هم زمینه برابره شي.

د پاکستان سیاستوال او پخواني سناتور مشاهد حسین سید په خپله وینا کې د افغانستان د شخړې د سیاسي هواري په اړه د چین د ولسمشر شي جین پینګ څرګندونو ته هم اشاره وکړه.

نوموړي د شانګهای همکاریو سازمان د یوې غونډې په ترڅ کې د چین د ولسمشر هغه دریځ راواخیست چې د افغانستان، اوکراین، منځني ختیځ او نورو سیمه‌ییزو کړکېچونو د هواري لپاره یې د ټولو اړخونو ترمنځ د اړیکو او همغږۍ پر پیاوړتیا او د ستونزو د اصلي لاملونو پر حل ټینګار کړی و.

په غونډه کې د پاکستان او افغانستان د اړیکو اوسني وضعیت، شته ستونزو او د راتلونکو همکاریو پر ممکنه لارو هم بحث وشو. ګډونوالو ټینګار وکړ چې د سیمې د اوږدمهالې سولې او ثبات لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې او ګډې اقتصادي هڅې مهمې دي.