ملګري ملتونه: له درېیو کلونو په کمه موده کې شاوخوا ۶۰ میلیونه افغان کډوال بېرته ستانه شوي

0
101

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) ویلي، چې له تېرو درېیو کلونو په کمه موده کې شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.

د دې ادارې په وینا، په وروستیو کلونو کې په دومره پراخه کچه د کډوالو بېرته ستنېدل کم‌ساري دي. ادارې ټینګار کړی چې د کډوالو ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او له انساني کرامت سره سم ترسره شي.

د معلوماتو له مخې، د افغان کډوالو ډېره برخه له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستنه شوې ده.

په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو شمېر

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې، افغانان په نړۍ کې د کډوالو له سترو ټولنو څخه دي. شاوخوا ۲.۶ میلیونه افغان کډوال په بېلابېلو هېوادونو کې ثبت شوي، چې نږدې ۲.۲ میلیونه یې په پاکستان او ایران کې دي.

د ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۲.۱ میلیونه افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستان له څو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغانانو کوربه پاتې شوی دی. د ملګرو ملتونو د تازه شمېرو له مخې، په پاکستان کې لا هم شاوخوا ۷۷۷ زره ثبت شوي افغان کډوال مېشت دي، په داسې حال کې چې د بې‌اسناده افغانانو شمېر له یو میلیون څخه زیات اټکل شوی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم ویلي وو چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغان وګړو د بېرته ستنولو د بهیر له پیل راهیسې تر ۲.۴ میلیونو ډېر افغانان افغانستان ته ستانه یا لېږل شوي دي.

د افغانستان بشري وضعیت

ملګري ملتونه وايي، افغانستان له څه باندې څلوېښتو کلونو راهیسې د جګړو، بې‌وزلۍ، طبیعي پېښو او د خوړو د کمښت له ستونزو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، سږ کال شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه افغانان، چې د هېواد نږدې نیمایي نفوس جوړوي، د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې هم خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله شاوخوا یو میلیون ماشومان له جدي خطر سره مخ دي.

د افغان چارواکو او ملګرو ملتونو څرګندونې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي، هېواد یې د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو له امله له فشار سره مخ دی او مرستو ته اړتیا لري، خو نوموړي زیاته کړې چې د اوږدې مودې لپاره د افغانانو بېرته ستنېدل د افغانستان او راستنېدونکو دواړو لپاره ګټور کېدای شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یوه ویاند د راستنېدونکو افغانانو لپاره د مرستو په برابرولو کې د افغان چارواکو هڅې ستایلې دي، خو ویلي یې دي چې د دومره لوی بشري وضعیت د سمبالولو لپاره د نړیوالې ټولنې همکارۍ ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او ځینو نورو برخو محدودیتونه د نړیوالو مرستو د بهیر لپاره له خنډونو څخه دي.

متقي په ځواب کې ویلي چې د ښځو او نجونو د زده‌کړې په ګډون ځینې موضوعات د افغانستان کورنۍ مسئلې دي او باید په هېواد کې دننه ورته حللارې وموندل شي.

ملګري ملتونه وايي، د افغان کډوالو د پراخ بېرته ستنېدو ترڅنګ د هېواد کمزوری اقتصادي وضعیت او بشري اړتیاوې د نړیوالې ټولنې د لا زیاتو مرستو اړتیا ډېروي.