سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههلمند ولایت کې د ناچاودو مرميو یوې چاودنې څلور ماشومان وژلي

هلمند ولایت کې د ناچاودو مرميو یوې چاودنې څلور ماشومان وژلي

ويب ډیسک

په هلمند ولایت کې د ناچاودو مرميو یوې چاودنې څلور ماشومان وژلي او درې نور یې ټپيان کړي دي. پوليسو او يوه ډاکتر ويلي چې ماشومانو دغه مرمۍ خپلې مدرسې ته راوړې وې چې بیا چاودنه رامنځ ته شوه.
دغه پېښه د افغانستان په هلمند ولايت کې شوې کله چې ماشومانو يوه ناچاودلې مرمۍ وموندله او مدرسې ته يې سره راوړله څو لوبې ورباندې وکړي. دغه خبره د ځايي پوليسو د دفتر په يوه بيان کې راغلې ده. د بیان له مخې دغو کوچنيانو د ۷ تر ۱۴ کاله پورې عمر درلود چې درې تنه نور ماشومان په ياده پېښه کې ژوبل شوي هم دي.

افغانستان د لسيزو اوږدو جګړو څخه کړېدلی هېواد دی او د ماشومانو له پاره يو خطرناک ځای هم بلل کيږي. ماشومان په زړې اوسپنې او کباړو پسې ګرځي څو يې د خپلو کورنيو د ملاتړ په موخه وپلوري. ډېر ماشومان په افغانستان کې د ناچاودو مرميو له کبله ژوبل کيږي يا وژل کيږي.

د معلوماتو له مخې د شنبې ورځې په دې پیښه کې درې ماشومان سمدلاسه ووژل شول او يوې نجلۍ وروسته د لښکرګاه په روغتون کې د اوښتو ټپونو له کبله ساه ورکړه. دغه خبره يوه ځايي ډاکتر چې د نوم د نه ښوولو په شرط یې خبرې کولې، تائيد کړې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه