یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهشهباز شريف ،مشرانو خبرې باید په پام کې ونیول شي او پریکړې...

شهباز شريف ،مشرانو خبرې باید په پام کې ونیول شي او پریکړې باید په ګډه وشي.

ویب ډیسک

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په پېښور کې یوې قبایلي جرګې ته د وینا پر مهال وویل چې د مشرانو خبرې باید په پام کې ونیول شي او پریکړې باید په ګډه وشي.

د پاکستان لومړي وزیر وویل، چې خیبر پښتونخوا یوه لویه صوبه ده او خلک یې زړور، ویاړلي او عزتمند دي.
هغه زیاته کړه چې خیبر پښتونخوا په ۱۹۴۷ کال کې په ترسره شوي ریفرنډم کې د پاکستان په ګټه ونډه واخیسته.

لومړي وزیر وویل چې هر کله چې د پاکستان خبره راغله، د خیبر پښتونخوا خلکو ټول توپیرونه یوې خوا ته پریښودل او د شنه میاشتې بیرغ یې پورته کړ.

د پاکستان د پوځ مشر، فیلډ مارشل جنرال عاصم منیر سربیره، د والي، وزیراعلی او د اسمبلۍ غړو په ګډون قومي مشرانو په جرګه کې ګډون وکړ.
جرګې د خیبر پښتونخوا په ټولیز وضعیت، د قانون او نظم په ګډون، بحث وکړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه