یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکوټه :د ډبرو سکرو په کان کې د ګازچاودنې په پایله کې...

کوټه :د ډبرو سکرو په کان کې د ګازچاودنې په پایله کې د ۹ کان کېندونکو په ګډون ۱۱ تنه مړه شوي دي.

ويب ډيسک

د پاکستان په کویټه ښار کې د ډبرو سکرو په کان کې د ګازچاودنې په پایله کې د ۹ کان کېندونکو په ګډون ۱۱ تنه مړه شوي دي.

ایکسپرېس ټریبیون خبر ورکړی، چې له دې پېښې وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته ورغلې او جسدونه یې له کان څخه را ایستلي دي.

د دغه راپور له مخې دغه کان د کويټې ښار په څلويښت کيلومترۍ کې موقعيت لري او د دغې چاودنې علت په دغه کان کې د ګازو جمع کېدل دي.

د بلوچستان ایالت د حکومت ویاند شاهد رند ويلي،«دې ناورین د کانونو په صنعت کې د سخت خوندیتوب پروتوکولونو ته بیړنۍ اړتیا زیاته کړې ده.»

ښاغلي ريند زیاته کړه: «دا یوه ویجاړونکې پېښه ده. موږ د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو. ټوله ټولنه په دې پېښه خواشیني ده.»

د يادونې وړ ده، چې دغې چاودنې په دغه کان کې پراخ زيانونه اړولي او په پايله کې يې د دغه کان څو برخې نړېدلې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه