لیکنه : ډاکتر یارمحمد تره کی
د وخت د کموالی له امله می د تبصرو او بانډار تڼي بنده کړه. پر دی مسلی ډيری ښی لیکنی هم شوی دی. ستاسو د معلوماتو د زیاتوالی لپاره
په بخښنی سره.
په دی ورځوکی د هیواد د سکرو پر کانونو سخت لوی غومبر جوړ دی. د هری خواه څخه مجاهدین د دره صوف د کان خواته ورر وان دی. د کابل په وزیر اکبر خان کی څوودانی نیولی شوی او د سکرو د کاروباریانو لپاره ځانګړی شوی دی. د کابل، پیښور او اسلام آباد تر مینځ تاوده لینونه غزول شوی دی. په دی کاروبار کی عادی خلک د کار اجازه نلری. ددی کاروبار قراردادونه یوازی د جهادی شخصیتونو او د نظام سره د تړلو کسانو په صلاحیت (Jurisdiction) کی دی.
ولی سکاره؟
سکاره په یوه محدود اوپټ چاپیریال کی پر بوټو د جیولوژیکی فشار له کبله مینځ ته راځی. د سکرود جوړیدو لړی میلیونونه کاله وخت نیسی. د وخت په تیریدو سره بوټي او نباتات د فشار له کبله په خټه او بیا په کاربن لرونکی انرژیتیک ډبری باندی بدلیږی.
د سکرودکیمیاوی تر ټولو مخور ډول ته د انتراسایت (Anthracite ) سکاروه وایی چی دغه کیمیاویی فورمول یی دی. C240H90O4NS.
سکاره د انسان بدن ته یو خطرناکه ماده ده خو د انرژی د تولید لپاره په تیرو لسو زرو کلونوکی کاریدلی ده. د سکرو په مینځ کی سیماب (Mercury )، سرب (Lead)، سلفردای اکساید (Sulfur dioxide)، نایتروجن اکساید (Nitrogen oxide)، او نور فلزات موجود دی چی د تنفسی جهاز لپاره ډير خطر لری.
د کره جیولوژیکی اټکلونو له مخی افغانستان یوازی ۷۳ میلیونه ټنه سکاره لری. خو د هیواد د سکروکلنی مصرف تر دغو ذخیرو ډير لږ دی. اوس مهال زمونږ هیواد په کال کی ۱۸۷۱۷۰۰(یو اعشاریه اته میلیونه) ټنه دی. که دغه لړی دوام وکړی نو په نهه دیرشو کلونو کی به د افغانستان د سکرو ذخیره خلاصه شی. پاکستان ته د اضافه سکرو لیږد به د هیواد دسکروذخیری نوری هم ژر ختمی کړی.
د طالبانو د یوه چارواکی د خبرو پر بنسټ زمونږ هیواد د سکرو داوسنی را سپړل شوی زیرمی د یوه میلیارد ټن په اندازه سکاره لری او که په ورځ کی ۱۰۰۰۰ ټنه سکاره پاکستان ته صادر شی نو ۲۷۳ کاله به و نیسی چی دغه سکاره خلاص شی. د طالبانودغه چارواکی د خبرو او دکره جیویولوژیکی څیړنو تر مینځ ډیر زیات توپیر موجود دی.
اوسمهال طالبان او ددوی قراردادیان د ورځي د ۳۰۰۰ څخه بیا تر۵۰۰۰ (لسو زرو ټنو) سکاره را باسی اوخرڅوی یی. دغه استخراج په ډير ساده او غیرمسلکی توګه تر سره کیږی. داسی ښکاری چی ډير ژر به ددی استحصال کچه د میکانیزه وسایلو په مرسته ۱۰۰۰۰ (لسو زرو) ټنو ته ورسیږی. په نړیوال بازار کی د یوه ټن سکررو بیه ۳۹۴ امریکایی ډآلره ده. دغه سکاره پر پاکستان یو ټن به ۲۵۰ امریکایی ډالرو خرڅول کیږی.
د اقلیم کور (Climate Home) د ۲۰۲۱کال د اګست د ۲۶ نیټي مقالی کی لیکلی دی چی سکاره د طالبانو د جګړی یوه مهمه برخه وه.ددی ژورنال د څیړنی پربنسټ یوازی په ۲۰۲۰ کال کی طالبانود سکرو د کاروبار له امله ۴۶۴ میلیونه ډلره لاس ته راوړی وو.دا لیکنه ددی معنی ورکوی چی سکاره د طالبانولپاره یونوی کار ندی.
دا چی دا سکاره څوک را باسی او ګټه یی چاته رسیږی طالبان پدی باب وضاحت نه ورکوی. د مالیی وزارت په یوه اعلان کی ویلی دی چی دیوه ټڼ سکرو بیه د ۹۰ډالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته جګه شوی ده او دولت به ۳۰٪ رویالتی (Royalty) اخلی. دغه اعلان ددی معنی ورکوی چی د سکروکاروبار د خصوصی سکتور په لاس کی دی. دا خصوصی سکتور څوک دی ؟ په کومو شرایطو دوی ته د سکرود را ایستلو او خرڅلاو اجازه شوی ده ؟ دغه سکاره په لویو لاریوکی باریږی او په یوه غیر منظمه توګه د هیواد څځه بهر لیږدول کیږی. که د طالبانو د ۲۰۲۰ کال د سکروکاروبار د اوسنی کاروبار سره پرتله کړو نوډير فرق نه پکی لیدل کیږی. ددوی قوماندانانو به د محلی چارواکو او تنظیمی قوماندانانو سره جوړراتلل او بیا به یی د سکرو ګټی سره ویشلی. په ځینوحالاتو کی طالبانو د جمهوری دولت او ددوی د قرار دادیانو لاری بندولی تر څو سکرو ته لار پیدا نکړی. خو اوس دا نده څرګنده چی ددی سکرو اصلی کاروباریان څوک دی. ځینی خلک وایی چی د سکرو اصلی کاروباریان د چارواکوخپلوان دی خو ځینی نور بیا وایی چی د دی کا راصلی څښتنان پاکستانی کمپنی دی چی افغان مجاهدین یی په کار لګولی دی. لازمه ده تر څو ددی خلکو د کار څرنګوالی او د قرار داد جزییات د کانونو د وزارت له خواه په خپله ویب پاڼه کی رسنیزه کړی.
که دا ومنو چی طالبان پر پاکستان د هیواد سکاره په نیمه بیه خرڅوی نو د ورځي د دوو میلیونو ډالرو په اندازه پیسی د دی کان څخه بچت کیږی. که داسی اټکل وکړو چی په کال کی یوازی ۳۰۰ ورځي ددغه کان سکاره ایستل کیږی او بیا پاکستان ته و ړل کیږی نو د یوه کال په موده کی یوازی د سکررو د استخراج څخه د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په شاوخواه کی هیواد ته ګټه سیږی.
پاکستان د انرژی په برخه کی ډير لوی کسر لری. دغه هیواد په کال کی د ۵۰۰۰ میګاواټه برق له خواه پاتی راغلی دی.یوازی د سکرو په واسطه د انرژی پوره کول به دغه هیواد ته په لنډ مهالی کی مرسته وکړی. د نړی د انرژی د کړکیچ په لمن کی د سکرو اهمیت نور هم ډير شو. د دی کال د پیل څخه تر اوسه د سکرو بیه د ۱۵۰ډالروڅخه ۳۹۴ ډالرو ته جګه شوه. اوس جرمنی، یونان، هند، فرانسه،انګلستان او ځینی نور پر مختللی هیوادونه د سکرو څخه ګټه اخیستنه زیاته کړی ده. دا په داسی حال کی ده چی د توکیو اکورد (Tokyo Accor) په نړی کی د سکرو پواسطه د انرژی د تولید د بندولو وړاندیز کړی وو ځکه هوا ته ډيرکثافات ور غورځوی.
د تنظیمی مجاهدینو د جهاد په وخت کی د هیواد څو مهم کانونه ددی ډلی د قوماندانانو له خواه په پراخ ډول استخراجیدل او دجګړی خرڅ یی پری را ایست. د کانونو د شخصی کینل او ایستل دود د جهاد څخه وروسته دامریکی د تیری په وخت کی هم دوام وکړ. په ځینو ولایتونو کی د ولایت والی اوامنیه قوماندان یوازی پر محلی کانونو باندی دکنترول لپاره ټاکل کیدل. په دی لړ کی د کانونو لویه مافیا مینځ ته راغله. په ځینوولایتونو کی دتنظیمی مجاهدینو او طالبانو ترمینځ د کانونوپر سر جګړی شوی دی. خو په ځینو ولایتونو کی بیا دغودوومتخاصمو ډلو د یوبل سره ایتلاف اوملګرتوب هم کړی دی. اصلی مقصد د کانونو تر ولکی لاندی راوستل وو.
دادی د طالبانو له خوا د کابل د نیولو څخه وروسته د سکرو کاروبار دومره په چټکی روان دی چی هیڅ بل کار باندی د طالبانو د حکومت دومره پام نشته. د هیواد هیڅ یو بل کار که دا د نجونو د ښوونځیو پرانیستل وی، د ښاری او یا زراعتی خدمتونو ارزونه وی او که دا د خوش تیپی دزراعتی کانال جوړول وی هیڅ یو هم د سکر و کار وبار ته نه رسیږی. دا ځکه چی سکاره مستقیمی او نغدی ګټی لری.
په پیل کی د سکرو کاروبار په ډير آرامه توګه ورغول شو تر څو ډیر خلک ورباندی خبر نشی. هماغه د کرزی-غنی د وختونو د بارولو ځای څخه به تریلری باریدلی. د دی ګاډود امن سفر لپاره به پوره بندوبست کیدو.
د سکروکاروبار مخکی هم روان وو. د افغانستان او پاکستان د ناسم او د تربګلوی ډک ګاونډیتوب تر سیوری لاندی د دواړو هیوادونو تجارت هم روڼ اوروښانه ندی. د جمهوریت په وخت کی د سکرود یوه ټن بیه د سلو ډالرو په اندازه وه. ډیر دولتی، خصوصی او د طالب قوماندانان په دی کار کی ښکیل وو. د سکرو د پټ کار د څرنګوالی څخه داسی ښکاری چی د پاکستان خواه کی هم دولتی او عسکری کړی ددی تجارت کار مخ ته وړی. پخواه پاکستانی اردو صاحب منصبانو د افغان تجارت لپاره ځانونو ته شخصی ترانسپورتی شرکتونه جوړ کړی وو تر څو افغان توکی د بندرونو څخه تورخم او سپین بولدک ته راورسوی. اوس داسی ښکاری چی همدا ټریلری د سکرو په کار هم بوخت شوی دی. لنډه داچی په دواړوخواوو کی د سکرو د تجارت څخه یوزای یو څو تنه ګټه کوی.
تر اوسه د افغانستان د سکرو په باب کوم رسمی قرار داد موجود ندی. د افغانستان ډیر تجارتی توکی د یوه دولتی او قانونی میکانیزم څخه دباندی پاکستان ته لیږدول کیږی. ډیر افغانی توکی د ابتدایی موادو په توګه لیږدول کیږی او بیا هلته د پاکستانی تولیداتو په نامه په نړیوال بازارونو کی خر څیږی. ددی راز تجارتی فعالیت تر ټولو مهم او عمده دلیل په دی کار کی د فساد د شرایطو برابرول او په صادراتو کی د چارواکو او ددوی د خپلوانو لاس بر پریښودل دی. د تیر حکومت په وخت کی هم یوازی ځینومشخصو کړیو چی د دربار او د دولت د متصدیانو سره یی اړیکی لرلی دا کار کاوو. دغه راز تجارت او صادرات اوس هم روان دی.
که د هیواد د طبیعی منابعو د لوټولو تاریخ او د هیواد د حکومتوالی او نظام جوړونی تاریخ ته ځیر شو نو و به ګوو چی دا دوه مفاهیمه د یو بل سره ډير نژدی تړاو لری. هر څومره چی دهیواد نظام ننګول شوی دی په هماغه اندازه د طبیعی منابعو غلا ډیره شوی ده.
د قانون پر بنسټ د هیواد د ځمکی لاندی،او په هوا کی هره طبیعی شتمنی د خلکو مال دی او دولت به هغه د خلکو د سوکالی لپاره استخراجوی او پکار به یی اچوی. په اصل کی د کانونو شخصی ایستل د ټولنیز عدالت د مفکورو خلاف دی او هیڅ څوک باید ددی حق ونلری تر څوکانونه وباسی. د کانونووزارت یو لیست جوړوی چی د هغه پر بنست ځینی کانونه د شخصی ایستلو لپاره کاریږی. لکه د تیږو کانونه، دشګو کانونه، د خاورو ایستل او داسی نور توکی چی د خلکو لپاه ورځنی کاری ګټه لری.
د هیواد د کانونو موضوع یوه لویه سیاسی او اقتصادی مسله ده. په غیر قانونی او غیر مسلکی توګه د کانونو ایستل نه یوازی د پرمختګ سبب نه ګرځي بلکه د ځینو په جیب کی د ملی شتمنیو د ور شیوه کولو په معنی ده.
اوس پوښتنه را پیدا کیږی چی آیا د طالبانو له خواه پر پاکستان د سکرو د خرڅلاو په تړاو کوم رسمی دریځ شته که نه؟ آیا طالبان ددغو پیسوراپور د هیواد خلکو ته ورکوی؟
دغه پیسی پر کومو ټولنیزو عام المنفعه پروژو لګیږی؟ آیا د سکرو دمیکانیزه او هوښیاراستخراج لپاره کوم سم دریځ او لیدلوری موجود دی؟ د کانونو اوپطرولیم وزارت ویب پاڼه غیر فعاله ده او د بلی سرچینی څخه د معلوماتو اخیستل نا ممکنه دی.
یوه خبره چی روښانه اوکره ده هغه د هیواد د روڼ اڼدو اوپوهانو د حساب او کتاب کفایت دی. ډیر داسی ځوان درس ویلی تخنیکی متخصصین شته چی په یوه ورځ کولای شی د یوی لاری دسکرو د حسابولو څخه د یوی میاشت، یوه کال اویا شلو کلونو د سکرو ګټه حساب کړی. دا په دی معنی ده چی د ملی شتمنیو پټول اوس امکان نلری. حساب اوکتاب ډیر ساده شوی دی.
ښه لاره به داوی چی خلکو ته روڼ حساب اوکتاب ورکړ شی.


