ویب ډیسک
د بدخشان ولايت په ياوان ولسوالۍ کې د سرو زرو کان نړېدو له امله دوه کان کيندونکي مړه شوي دي٠
د بدخشان ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رٸيس معزالدين احمدي وايي چې دغه پېښه تيره ورځ د ياوان ولسوالۍ د “قطاربيد” سيمې د سرو زرو په کان کې رامنځته شوې ده٠
نوموړي زياته کړې چې په دغه پېښه کې يو بل کان کيندونکى ټپي شوى هم دى٠
احمدي همدارنګه ويلي چې په کان کې د مړو شوو کسانو جسدونه د يادې ولسوالۍ د امنيتي مسولينو او سيمي خلکو لخوا تر څلورو ساعتونو عملياتو وروسته خاورو څخه را ايستل شوي دي٠


