دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه افغانستان کې سوله، په کومه کې چې د سیمې هېوادونو، په...

په افغانستان کې سوله، په کومه کې چې د سیمې هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان ګټې هم تړلې دي

ویب ډیسک
کابل – د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي
چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت، د سولې ویجاړونکو په هکله د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه، دا په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړه چې د سولې ویجاړونکي هغه دي چې د سولې لپاره د افغانستان د خلکو او نړۍ مشروع غوښتنې ردوي، جګړه یې ګړندۍ او وینې تویولو ته یې ادامه ورکړې ده. د سولې ويجاړونکي ټولو ته معلوم دي.

په افغانستان کې سوله، په کومه کې چې د سیمې هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان ګټې هم تړلې دي، یوازې د بیانیو او اعلامیو په صادرولو سره نه ټينګيږي. د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه پاکستان ته سترګې په لار ده ترڅو داسې ګامونه پورته کړي چې د سولې معنی لرونکې خبرې پیل او تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره، عملي پایلې ترلاسه شي.

پدې حساس پړاو کې د تورونو لگول جوړونکي ندي او په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات په ګټه ندي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه