لیکنه :احمد ولي اڅکزی
د مصنوعي ځيرکتيا ماډلونه پر مخکې شته او ډيجيټل شوو معلوماتو باندې اتکا کوي. دا چې په پښتو ژبه کې اول آثار کم دي بيا يې ډيجيټل شوې بڼه نوره هم کمرنګه ده، نو له دې کبله دغه ماډلونه د پښتو په هکله هغسې معلومات نه ورکوي لکه د نورو لويو ژبو په هکله چې يې ورکولای شي. د لږي بورې حلوا هم لږه خوږه وي.
زه د طبعي ژبو د پروسس کوونکو ماډلونو لکه چېټ جي پي ټي يا په مجموع کې د دغې ساحې کارپوه نه يم او نه هم د پښتو ژبې کارپوه يم. البته د يادو ساحو د يو خودآموز او ادنی شاګرد په توګه درسره دا معلومات شريکولای شم چې د يادې ساحې ماډلونه صرف هغه معلومات پروسس او موږ ته وړاندې کوي چې تر مخه لا موجود ول. دغه ماډلونه د مخکې شته کتابونو، مجلو، انټرنټي پاڼو وغيره و ډيجيتل شوو منابعو ته لاسرسی لري او له همدغو منابعو څخه په ګټه اخيستنې زموږ سوالونه جوابوي.
دا چې پښتو ولې د خپلو ګاونډيو ژبو لکه فارسي، اردو يا نړيوالو ژبو لکه انګرېزي په مصنوعي ځيرکتيا کې په کافي اندازه برخه نه لري، وجه يې د پښتو ژبې څو اړخيزه نيستۍ او بې وزلۍ دي.
ايا د ژبې رسمي کېدنه د هغې د زېږېدو نېټه ګڼلای شو؟
که د يوې ژبې د رسمې کېدنې نېټه د هغې د زېږېدنې نېټه وګڼو، نو پښتو د په عمر کې لا يوه ډېره «ماشومه» يا حتی «د تي رودونکې» ژبه ده. دا ځکه چې په لومړي ځل يې تقريباْ ۶۱ کاله مخکې د مرحوم ظاهر شاه خان په واکمني کې په اساسي قانون کې د ملي او رسمي ژبې حيثيت ترلاسه کړ. يعني له هغه مخکې پښتو رسميت نه درلود، که څه چې پخپله دغه ژبه او ويونکي يې اوږد تاريخ لري. خو د ياد رسميت د رامنځته کېدو باوجوده دغه ژبه بيا هم د سيمې د يو شمېر نورو مسکينو ژبو په څېر د بې وزلو خلکو او يو بې وزله دولت ژبه پاته شوې. په داسې وخت کې چې په ايران کې د فارسي ژبې او په پاکستان کې د اردو ژبې د ودې لپاره په دولتي او غير دولتي سطحه زيات اغيزناک او اوږدمهال پلانونه عملي کېدل، پښتو تر نن پورې لا په څواړخيزه توګه يوه بې وزلې او کم منابع ژبه پاته ده.
د دولتونو عدمدلچسپي
د بهرنيو کم شمېر ختيځپوهانو او کورنيو د ګوتو په شمېر نابغهګانو د کار علاوه په تيرو سلو کالونو کې د بيلو دلايلو پر اساس د پښتو د اړين پرمختګ لپاره هغسې منظم او اغېزناک کار نه دی شوی، لکه چې ورته اړتيا يې وه. د پښتو سره د مربوطو کم شمېر دولتي يا نيمه دولتي ادارو او اکاډميو کار د دغې ژبې د لوی شمېر ويونکو او د خپل عصر د اړتياوو سره په هيڅ تناسب کې نشي راوستل کېدلای. دا په دې معنی نه ده چې دغو ادارو يا پکښې بوختو عالمانو يا کارمندانو خپله کارخانګي/هومورک/کورنۍدنده په قصد سره د وخت د اړتيا سره په سمه توګه نه پوره کوله. بلکه د کمو منابعو، کمو امکاناتو، نه درک، خيشخورۍ، لباسيت، سيمهپرستۍ، لهجهپرستۍ او له دولتي اړخه د عدم دلچسپۍ له کبله پرمختګ ډېر ورو او ستونزمن پاته شوی دی. په ياده موده کې د پښتو پرمختګ دومره ورو او کم دی چې د ګاونډيو ژبو اردو او فارسي د پرمختګونو سره حتی د مقايسې وړ نه دی.
د کمښت مثالونه
د پښتو ژبې له يو واحد معياري املا او ليکدود څخه نيولې بيا تر ليکسوګرافۍ (قاموس ليکنې)، لهجه پېژندنې، ګرامر ليکنې او حتی ادب پورې شته تحقيقي او تخليقي حالت د ډاډ وړ نشي بلل کېدلای. په دغه ژبه او پر دغه ژبه په نړيوال معيار د منل شوو باکېفيته او حجم لرونکو آثارو مقدار هم په هيڅ صورت د پښتو ويونکو و لوی شمېر ته په کتو سره تناسبي او د ډاډ وړ نه دی.
ډيجيټلايزېشن يوه ننګونه او يو لوی چانس
د ټولو شته ستونزو باوجوده چې کله پښتو کمپيوټر او بيا وروسته انټرنټ ته په بنيادي توګه لاره وموندله، نو ورو خو روان پرمختګ يې څو چنده چټک شو. خو که دلته بيا د نورو ګاونډيو ژبو سره پرتلنه وشي نو دغه پرمختګ د مخکنيو خلاوو او تشو په ډکولو لا نه دی بريالی شوی. البته دا چې پښتو تر اوسه لا د ډيجيټلايزېشن او نوې ټيکنالوژۍ له بهير سره روانه او پکښې لا دخيله ده، دا يوه د خوښۍ او يوه هيله بخښونکې خبره ده.
دا چې د طبعي ژبو د پروسس ماډلونه (NLPs) او مصنوعي ځيرکتيا (AI) په ډېر لوړ سرعت سره پر مخ درومي، نو په دغه تيز رفتار ورسره د پښتو يوځای ساتلو او له روان اتڼ څخه د وتلو د مخنيوي لپاره په انفرادي او اجتماعي توګه، په رضاکارانه او تجارتي او رسمي توګه، په شخصي او دولتي سطحه د درک، تبليغ (پوهاوی زياتولو)، مباحثو، لابيگرۍ، پلانجوړونې، وحدت او زيار و کار ته اړتيا شته.
که پښتو وتوانيږي چې په وړ کېفيت او سرعت مصنوعي ځيرکتيا ته داخله شي او پکښې پاته شي، نو دا به د دغې ژبې د ويونکو لپاره پخپله ژبه د نړۍ ټولو شته معلوماتو او علم ته کړکۍ پرانيزي.
د اوسني وخت مهم وظايف
د ډيجيټلايزېشن په برخه کې له مهمو وظايفو څخه د پښتو و يو واحد ليکدود ته د عادل او مشارکتي تفاهم له لارې رسېدل، د شته آثارو ډيجيټل کول او عامه کارونې ته وړاندې کول(اوپن سورس ګرځول)، د پښتو لهجوي پانګه راغونډول او ډيجټل کول، په کمپيوتري ژبپوهنه او اړونده عصري ساحو کې د کادرونو روزل، په تعليمي او تحصيلي نصاب کې اړين تغيرات راوستل او د پښتو سره تړلو دولتي، نيمه دولتي او خصوصي ادارو کې د ډيجيټلايزېشن په هکله د پوهاوي او درک زياتول يادولای شو.
په شته ماډلونو کې د پښتو دوې نيمګړتياوې
په مصنوعي ځيرکتيا کې د پښتو سره مربوطې نيمګړتياوې پر دوو برخو ويشلای شو. البته دواړه اړخونه يو د بل سره مهمې اړيکې هم لري. دغه دوې برخې په لاندې توګه يادولای شو:
۱ ـ د طبعي ژبې د پروسس نيمګړتياوې
دا چې د مصنوعي ځيرکتيا ماډلونه د پښتو د متن او د ږغ په پوهېدنه کې او همدا راز د پښتو متن او ږغ په توليد کې ستونزې لري، وجه يې په کمپيوټېشنل لينګويسټک يا کمپيوټري ژبپوهنه کې د پښتو د اړينو تحقيقي منابعو او په همدې راز د اړتيا سره سم تنظيم شوې ډېټا کمښت دی. پښتو په دغه ډګر کې په «کم منابع» ژبو کې شمېرل کيږي. په دغه برخه کې د دغو ماډلونو لخوا په پښتو د وړاندې کېدونکو متونو، ږغونو او نورو موادو څرنګوالی مطرح دی.
۲ ـ د پښتو ژبې په هکله د معلوماتو نيمګړتيا او کمښت
دا چې د ډيجيټل کېدنې له عصر څخه مخکې هم په پښتو ژبه کې په نړيوال معيار تحقيقي او ادبي آثار کم ول، نو که حتی دا ټول ډيجټل هم وای، نو به د نورو لويو ژبو په پرتله په مصنوعي ځيرکتيا د پښتو په تړاو معلومات کم، غيردقيق، نيمګړي او په ډېرو مواردو کې غلط وای. يعني هغه معلومات چې د پښتو ژبې په تړاو يې موږ له مصنوعي ځيرکتيا څخه حتي په نورو ژبو ترلاسه کوو، هغه نيمګړي دي. دا ځکه چې مصنوعي ځيرکتيا پر شته معلوماتو اتکا او تکيه کوي. دا چې د پښتو په تړاو شته معلومات کم او تر يوې اندازې غيرمعياري دي، نو دا د پښتو په تړاو وړاندې کېدونکو د مصنوعي ځيرکتيا پر معلوماتو هم منفي اغېز کوي.
البته په مجموع کې لا دمګړی د مصنوعي ځيرکتيا د ماډلونو لخوا وړاندې کېدونکي معلومات، بېله توپيره چې پر کومه موضوع او په کومه ژبه دي، په بشپړه توګه مؤثق او په زياته په تحقيقي برخو کې بېله د پرتلنې او کنټرول څخه د باور، استفادې او اقتباس وړ نه دي. خو د پښتو ژبې په تړاو دغه معلومات لا نور هم کم او بې باوره دي.
زما د ملګري پوښتنه داسې هم تعبير کولای شو لکه چې پوښتلي يې وي چې ولې د پښتو د مصنوعي ځرکتيا حلوا لکه د نورو ژبو خوږه نه ده. ورته زما جواب دا دی چې پکښې د پښتو د (ډيجيټل) منابعو بوره کمه ده.


