دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچټک توپ اچونې مشاور روزونکي شان ټيټ له خپلې دندې استعفا وکړه

چټک توپ اچونې مشاور روزونکي شان ټيټ له خپلې دندې استعفا وکړه

ويب ډیسک

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د چټک توپ اچونې مشاور روزونکي شان ټيټ له خپلې دندې استعفا وکړه

 

نوموړي که څه هم د استعفا لامل نه دی په ډاګه کړی خو له دې وړاندې هغه د هند یوې کورنۍ لوبډلې سره هم تړون لاسلیک کړی و چې په وینا یې د افغان کرکټ بورډ سره د ژمنو پر اساس به د هغې لوبډلې سره وي.

 

شان ټيټ په یوه کوچنۍ اعلامیه کې د خپلې استعفا په اړه وایي، «د چټک توپ اچونې روزونکي په حیث مې د افغان لوبډلې سره او په ځانګړي توګه د ځوان توپ اچونکو سره ښه وخت تېر کړ، چې زما په نظر یو ښه راتلونکی لري».

افغان کرکټ بورډ تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي،

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه