دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد خوست-کابل پر لویه لار د مسافرو د یوه موټر د چپه...

د خوست-کابل پر لویه لار د مسافرو د یوه موټر د چپه کیدو له امله اته کسان مړه شوې دي او پنځه ټپیان دي.

ويب ډیسک

د خوست امنیه قوماندانې ویاند مستغفر ګربز دویچه ویله ته وویل، دا پېښه د خوست دوه منده ولسوالۍ د المارې په سیمه کې رامنخ ته شوي او د ترافیکو د معلوماتو له مخې لامل یې د موټروان بې غورې بلل شوی.

 

هغه وويل دغه موټر کابل ته سورلۍ لیږدولې چې د ترافیکې پېښې په پایله کې د اته کسان مړه شوې دي، چې درې یې ښځې یوه ماشومه او پاتې یې نارينه دي او د یوې ښځې او یوې ماشومې په ګډون پنځه کسان ټپیان شوې دي.

 

د پېښې یوه عینې شاهد نعمت الله صدف دویچه ویله ته وویل چې موټر د زیات سرعت له امله چپه شو او وروسته دوی مړه او ټپیان موټرو ته پورته کړل.

هغه وويل: «موږ ولیدل موټر تېز روان وو، چې چپه شو. زه او دلته نور خلک ورغلو، ډېر بد حال وو، هره خوا وینې بهیدې او ویر وو. اووه کسان ځای پر ځای مړه ول، څو کسان ټپیان ول، چې روغتون ته يې یووړل. ښځې او ماشومان هم په مړو او ټپیان کې ول.»

 

نوموړی وایي مخکې هم په دې ځای کې ترافیکي پېښې رامنځته شوې وې چې مرګ ژوبله یې لرله.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه