دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا ویلي دي چې نړیوال بانکونه د بشري مرستو لپاره افغانستان ته...

امریکا ویلي دي چې نړیوال بانکونه د بشري مرستو لپاره افغانستان ته پیسې انتقالولای شي

ويب ډیسک

د امریکا د متحدوایالتونو د خزانې وزارت پر طالبانو له لګېدلو بندیزونو څخه پر معافیتونو رڼا اچولې.

د امریکا د خزانې وزارت په یوه بیان کې چې پرون د سلواغې په ۱۳مه خپور شو ویلي دي چې نړیوال بانکونه د بشري مرستو لپاره افغانستان ته پیسې انتقالولای شي او زیاتوي چې مرستندویې ټولنې اجازه لري له دې بندیزونو څخه د سرغړونې له وېرې پرته، د افغانستان د دولتي بانکونو له لارې د ښوونکو او روغتیاپالانو معاشونه اجرا کړي.

په بیان کې همداراز د طالبانو او په تور لیست کې د شاملې حقاني شبکې غړو ته د پیسو د انتقال پر جواز هم رڼا اچول شوې چې له مخې یې د افغانستان خلکو ته د مستقیمو مرستو، د وارداتو د سمون او د دفترونو د شریکولو په ګډون د عمومي مرستو د رسولو د همغږۍ په هدف له دوی سره په مستقیم ډول د موافقو لاسلیک هم پکې شامل دي.

د بیان له مخې د بشري مرستو د رسولو لپاره د مالیو، محصول، پر وارداتو د مالیو یا د نورو مالیاتي خدماتو په هدف بانکونه له هغو مالي موسسو سره هم راکړه ورکړه کولای شي چې طالبان او حقاني شبکه په سلو کې له ۵۰ زیاته ونډه پکې لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه