یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپروفېسر ارمان لوڼی

پروفېسر ارمان لوڼی

 

لیک: لقمان لایق

 

د ملي شهید پروفیسر ارمان لوڼي پر دريم تلین د هغه و اروا ته د عقیدت سره ګلونه وړاندې کوم موږ ته یې يواځې یادونه او فکر را پاتې دي، دا هم غټه سرمایه ده.

 

په عامه توګه زموږ په ټولنه کې څلور قسمه انسانان ژوند کوي.

اول قسم هغه انسانان دي چې په هیڅ سیاسي سازشونو او نظریو ځان خبرول نه غواړي د ژوند هره لوړه زوَره د ځان کاهلي او سستي نه ګڼي بلکې دا هر څه د خدای له لورې عذاب او ثواب ګڼي یواځې په دې عقیده دي چې ګوا کې دا هر څه د دوی د اعمالو نتیجه ده د انسان پکښې کوم عمل دخل نسته.

دویم قسم هغه انسانان دي چې پخپله بیانیه کې دومره کلېر دي چې پر ټېبل له سقراطه تر مارکسه، له غازي امان الله خانه تر نجیبه، له باچاخانه تر خان شهیده، له کاکاجي تر فقیر ایپي ټول په یوه ناسته کې درته بیانولای سي مګر په عمل کې هیڅ داسې څه نه لري چې دوی پخپله ورباندي ونازیږي.

د ګفتار او کردار تر منځ یې د مځکې او اسمان فرق وي.

درېیم قسم هغه دي چې له منفي او تخریبي فکر پرته بل کوم جاییداد نه لري پخپله هم هیڅ د ګټې او تعمیر کار نه کوي او د بل چا په کار کې هم خنډونه جوړوي. له الزام تراشۍ بهتان پرستۍ او پوچ ګویۍ پرته بل کوم کار او روزګار نه لري. دا د ټولنې د پاره ناسور دي.

څلورم قسم هغه خلک دي چې یواځې په خبرو او تقریرونو نه په عمل او کردار کې هم سپېڅلي او ویاړلي دي د قام او ټولنې په هره ستونزه کې د مخ په صف کې ولاړ وي. د قام د هر وګړي غم د ځان غم ګڼي د اولس د روڼ سباون د پاره پر ځان لوږې، تندې او ستړیاوي تېروي.

دا خلک هیڅ کله نه مري په دنیا کې تل تر تله ژوندي پاتې کیږي او پاتې سوي دي.

پروفېسر ارمان هم د څلورمې طبقې هغه سړی وی چې د قام په هره ستونځه کې یې د ځان او کردار سپما نه ده کړې.

زه چې کله هم د عملي کار نوم واورم زما ذهن ته د دنګ ارمان لوڼي شخصیت جګ ودريږي. ما په وروستیو وختونو کې فقط یو څو ناستې ورسره کړې وې هره خبره یې د وطن، ژبې او قام وه.

زه یې پر خپل شخصیت دومره مین کړم چې نن مي هم د ده پر درېيم تلين دا یقین نه راځي چې دی به په ابدي سفر را څخه تللی وي…

 

پر ژوند میَنو! ډار ندی پکار له مرګ پرستو

په غشیو د دجال خو مسیحا نه وژل کېږي

 

د دېو جګړې ته وتي به ژوندي راشي که خیر وي

ترې تاو د ښاپېریو ده دعا، نه وژل کېږي

 

احسان الله درمل

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه