دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهروسیه : د افغانستان او تاجکستان ترمنځ ترينګلتيا په اړه اندیښنه ښودلې

روسیه : د افغانستان او تاجکستان ترمنځ ترينګلتيا په اړه اندیښنه ښودلې

ويب ډیسک

روسیې له تاجک چارواکو او طالبانو څخه غوښتي چې د پولې په اوږدو کې د ترینګلتیا د کمولو لپاره دې دواړو خواوو ته د منلو وړ اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تاجکستان او افغانستان په پوله دواړو خواوو ته د پوځي هلو ځلو ډېرېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د طالبانو حکومت په رسمي توګه د منلو نه انکار کړی او په پنجشیر کې له بشري حقونو څخه د مبینه سرغړونو له کبله یې د طالبانو غندنه کړې ده.

طالبانو بیا تور پورې کړی چې تاجکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزرات ویاند الیکسې زیتسیف د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په ماسکو کې خبریالانو ته وویل چې هیواد یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د مخ په زیاتیدونکي ترینګلتیا په اړه اندیښمن دی.

نوموړي ویلي، طالبانو څرګنده کړې چې په شمال مشرقي تخار ولایت کې یې د تاجکستان په پوله زرګونه جنګیالي ځای پر ځای کړي دي.

د روسیې د ار ايي ای خبري اژانس د یو راپور له مخې، د طالبانو یو ویاند بلال کریمي هغه راپورونه رد کړي چې ګینې د دغې ډلې جنګیالو د تاجکستان پولې ته نږدې فعالیتونه ډېر کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه