د افغانستان اکثریت ګوند د جوړېدو اعلان وکړ

0
48

د افغانستان اکثریت ګوند د جوړېدو اعلان کړی او مسؤلین یې وایي چې دغه نوی سیاسي جریان به د افغانستان د سیاسي، ټولنیزو او مدني چارو په برخه کې فعالیت کوي.

د ګوند د معلوماتو له مخې، د دې سیاسي جریان په تشکیلاتي جوړښت کې ډېره برخه ځوانان او پېغلې تشکیلوي. د ګوند مسؤلین د ځوان نسل او ښځو پراخ ګډون د خپل تشکیلاتي جوړښت له مهمو ځانګړتیاوو څخه بولي.

اکثریت ګوند تازه خپل منشور او اساسنامه هم خپاره کړي، چې پکې د ګوند سیاسي لیدلوری، موخې، د فعالیت اصول، تشکیلاتي جوړښت او د راتلونکو فعالیتونو اساسي تګلاره بیان شوې ده.

د افغانستان په سیاسي ډګر کې د یوه نوي ګوند رامنځته کېدل په داسې حال کې دي چې د هېواد سیاسي وضعیت له تېرو څو کلونو راهیسې له پراخو بدلونونو سره مخ دی او ګڼ شمېر افغان سیاسي، مدني او ټولنیز شخصیتونه د هېواد د راتلونکې په اړه بېلابېل سیاسي لیدلوري او طرحې وړاندې کوي.