ویب ډیسک
ایراني پارلمان دا قانون د ایران د اتومي تاسیساتو پر ضد د اسرائیلي او امریکایي بریدونو وروسته تصویب کړ
د ایراني دولتي رسنیو د راپور له مخې، ولسمشر مسعود پزشکیان د چهارشنبې په ورځ هغه قانون تایید کړ چې پارلمان تېر میاشت تصویب کړی و. د دغه قانون له مخې به له نړیوال اټومي انرژۍ اداره (IAEA) سره همکاري وځنډول شي، او دا قانون سمدلاسه نافذ شوی دی.
یاد قانون د اسرائیل او امریکا لخوا د ایران پر اټومي تاسیساتو تر بریدونو وروسته د بیړني حالت له مخې تصویب شو. د ایراني دولتي تلویزیون د راپور له مخې، ولسمشر د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې سره د “همکاریو ځنډ” قانون لاسلیک کړ، چې له دې سره دا قانون عملي شو.
د قانون له مخې، ځکه چې اسرائیل او امریکا د ایران ملي حاکمیت او ارضي تمامیت تر پښو لاندې کړی، نو حکومت مکلف ده چې له یادې ادارې سره تر هغو همکاري وځنډوي څو ځینې شرطونه پوره نه شي، چې پکې د اتومي تاسیساتو او ایراني ساینسپوهانو د امنیت ضمانت شامل دی.
دغه قانون د ۱۹۶۹ کال د ویانا تړون د ۶۰مې مادې پر اساس تصویب شوی، کوم چې د تړون د جدي سرغړونې په صورت کې د هغه د ځنډ یا لغوه کولو اجازه ورکوي.
ولسمشر پزشکیان د دوشنبې په ورځ له فرانسوي ولسمشر اېمانوېل ماکرون سره د تلیفوني خبرو پر مهال وویل چې د نړیوالې اټومي ادارې دوهګونی معیار د سیمې او نړۍ امنیت ته زیان رسولی دی. هغه زیاته کړه چې د ایران ټولې اتومي فعالیتونه د یادې ادارې تر څارنې لاندې دي، او په تاسیساتو کې د څار لپاره کمرې لګول شوي دي.
دغه څرګندونې پر داسې مهال شوې چې جرمني، فرانسه او برتانيې د دوشنبې په ورځ په یوه ګډ بیان کې د IAEA مشر رافایل ګروسي ته د ایران لخوا ورکړل شوې “ګواښونه” وغندل. ایران پر ګروسي تور لګولی چې د ایران پر ضد د بریدونو په غندنه کې پاتې راغلی او خپلې دندې ته یې خیانت کړی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وویل چې د رافایل ګروسي راپور… چې پکې پر ایران د ۶۰ سلنه غني شوی یورانیم د تولید د زیاتوالي تور لګول شوی و، د ۱۳ جون برید یوه اساسي پلمه وه. د بهرنیو چارو وزارت همداراز د جون ۱۲مه د IAEA لهخوا پر ایران د اتومي ژمنو د سرغړونې تور غندلی، او هغه یې د امریکا او اسرائیل د بریدونو لپاره یو پلمه بللې ده.
بل لور ته، رافایل ګروسي د دوشنبې په ورځ غوښتنه وکړه چې بېرته هغو ایراني اټومي تاسیساتو ته لاسرسی ورکړل شي چې د امریکایي بریدونو هدف ګرځېدلي، ترڅو دا څرګنده شي چې هلته موجود لوړ غني شوی یورانیم څه شوې.


