دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونه وايي،افغانستان کې سختې وچکالۍ پراخېږي.

ملګري ملتونه وايي،افغانستان کې سختې وچکالۍ پراخېږي.

ویب ډیسک

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي چې په افغانستان کې سختې وچکالۍ پراخېږي.

 

دغه ادارې په ایکس کې لیکلي چې د هېواد شمالي، شمال‌لوېدیځې او شمال‌ختیځې سیمې تر ټولو ډېرې زیان‌منې سیمې دي.

 

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي چې په یادو سیمو کې د کرنیزو حاصلاتو یوه برخه له منځه تللې او د مالدارۍ زیانونه هم په زیاتېدو دي، خو دې ادارې په دې اړه کوم مشخص ارقام نه دي وړاندې کړي.

 

دا اداره زیاتوي: «زیان‌منو ټولنو ته په بېړني ډول نغدو پیسو او د خپلو څارویو د ملاتړ اړتیا ده.»

 

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ټینګار کړی چې په دغو سیمو کې به کروندګرو او مالدارو ته خپلې مرستې او غبرګونونه زیات کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه