ويب ډيسک
د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر په لرې پرته ولسوالۍ پریان کې د ۲۵۰ نویو کانونو له کشف او ۱۰۰ نويو ثبت شويو کانونو خبرورکوي.
د پنجشېر والي محمد آغا حکيم ويلې: د کانونو رياست ټيمونو تازه د پريان په ولسوالۍ کې نږدې ۲۵۰ کانونه کشف کړي، چې ۱۰۰ کانونه يې ثبت شوي او شپږو ته يې جوازونه وېشل شوي دي.
د دې دفتر د خبرپاڼې له محې؛ ۶ کانونو ته جوازونه وېشل شوي، چې تازه په کې ۳ زره ۹۸۷ قیراته استخراج شوي زمرد نن په يوه ازاده داوطلبۍ کې، چې کورنيو او يو تن چينايي پانګوال په کې ګډون درلوده؛ پر۵۲۴ زره ۳۵۰ امریکايي ډالرو وپلورل شول.
پنجشېر والي زياته کړې؛ د پنجشېر په نورو ولسواليو کې، چې د زمردو، ياقوتو او نورو قیمتي ډبرو کانونو د شتون نښې ليدل شوي دي.
ویل کیږي، چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول تر دا مهاله ۱۵ زره ځايي ځوانان په کانونو کې کار کوي او په پريان ولسوالۍ کې له تازه کشف شويو کانونو سره به د دې ولايت نږدې ۲ زره نورو ځوانانو ته هم د کار زمينه برابره شي.
#د_پنجشېر_زمرد #افغان_پانګوال #داوظلبي #د_کانونو_کشف #ځوانانو_ته_د_کار_زمینه_برابرول #افغانستان


