یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍعراقچي وايي ،له امریکا سره به خبرې ژر پیل نشي

عراقچي وايي ،له امریکا سره به خبرې ژر پیل نشي

ویب ډیسک

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس‌عراقچي د امریکا له سي‌بي‌اس شبکې سره په یوه مرکه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو په ځواب کې، چې له ایران سره خبرې اترې ممکن په دې اوونۍ کې بیا پیل شي وویل: “زه فکر نه‌کوم، چې خبرې اترې به ژر بیا پیل شي.”

عراقچي، چې په تهران کې د سي‌بي‌اس له خبریال سره خبرې کولې؛ څرګنده کړه، چې خبرو اترو ته د بېرته راستنېدو پرېکړه کولو لپاره مونږ باید لومړی ډاډ ترلاسه کړو، چې امریکا د خبرو اترو پر مهال پر مونږ پوځي برید نه‌کوي.

عراقچي زیاته کړې: “زما پر اند د دې ټولو ملاحظاتو له په پام کې نیولو سره اوس هم ډېر وخت ته اړتیا لرو.”

دغه راز هغه ټینګار کړی، چې د ډیپلوماسۍ دروازې به هیڅکله ونه‌تړل شي.

نوموړي د ایران د اټومي تاسیساتو د ویجاړولو په اړه د ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې ویلي: “هیڅوک نشي کولی د بمبارډ له لارې د غني کولو ټکنالوژي او پوهه له منځه یوسي.”

عراقچي زیاته کړې: “مونږ ۱۲ ورځې جګړه، چې پر مونږ تبل شوې وه؛ شاته پرېښوه او خلک به مو آسانه غني کول پرینږدي.”

 

#عراق #ایران_امریکا_خبرې #ډیپلوماسي #اټومي_پروګرام #پوځي_ګواښ #غنیمت #ټرمپ #ایران_امریکا #سیمه‌ییز_سیاست #اټومي_تړون

#JCPOA

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه