ويب ډیسک
د ت.البانو امر بالمعروف وزارت په یوه مکتوب کې له خپلو غړو غوښتي چې د دوی مشر مولوي هبتالله سپارښتنې سره سم باید په مرکز او ولایتونو کې ښځینهؤ سینګارتونو ته د زمري تر ۳مه وخت ورکړي او له هغه وروسته یې د کار جواز او قراردادونه لغوه کړي.
دغه مکتوب کې د دې کار لامل روښانه شوی نه دی او تر اوسه ت.البانو د یادې پرېکړې په تړاو څه نه دي ویلي.
ت.البانو له بیا واکمنۍ وروسته افغان ښځې او نجونې د تعلیم، تحصیل، کار او ورزش له حقه هم بې برخې کړې دي خو د ت.البانو مشر مولوي هبتالله د لوی اختر په مناسبت پیغام کې ویلي ؤ چې د افغان ښځو ټول شرعي حقوق ورکول شوي دي.
#Afghanistan #AfghanWomen


